د باړې خبریالانو مرکز ۱۰ کاله وروسته بیا پرانیستل شو
د خیبر د باړې د خبریالانو مرکز شاوخوا ۱۰ کاله وروسته بیا پرانیستل شوی دی. امنیتي او انتظامي چارواکو د جنورۍ پر ۱۹مه خبریالانو ته مرکز وسپاره چې پکې د هغوی هلې ځلې پخوا درېدلې وې. د باړې د خبریالانو مرکز مشر خیال مت شاه اپریدی وايي، د ناامنیو له کبله خبریالان له مشکلاتو سره مخامخ ول. ویډیويي رپورټ وګورئ.