د سروې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ راسره په خپرونه کې عایشه حسن مېلمنه ده. نوموړې له مومندو سره تعلق لري او د روغتیا ښځینه کارکونکو یا لېډي هیلت ورکرز د اتحادیې مشره ده.
عایشه حسن د تعلیم لپاره هم کارونه کوي او په دې لړ کې ورته د پاکستان حکومت د سرو زرو مډال هم ورکړی دی. نوموړې وايي، په اتم صنف کې وه چې واده شوه او په ۲۷ کلنۍ کې کونډه شوه خو خپلې زده کړې او د ولس خدمت یې نه دی پرېښې.
عایشه حسن وايي، په قبایلو کې ګڼې هنرمندې ښځې دي او مخکې تلل غواړي خو تعلیمي ادارې او سهولتونه ورته نیشته. نوموړې دا هم وايي چې په پښتونخوا کې د روغتیا کارکونکو ته ډیرې امنیتي ستونزې ورپېښې دي او پر دې هم دوه ځله حملې شوې دي چې په یوه حمله کې یې زوی ژوبل شوی او پښه يې بېللې ده.