پېښور: د جنورۍ په اتلسمه د خېبر په جمرود کې د خاصه دارو لخوا په یو ګاړې د ډزو د پېښې په لړ کېد یادې سیمې مشرانو او ځوانانو په پېښور پرېس کلب کی د جمعې په ورځ په یوه خبری غونډه کېپه دغه پېښه سختې نیوکې کړې دي او ویلي دي چې په یاده پېښه کی درې نجونه ژوبلې شوې دي او د تېري یوې میاشتي نه دوی د دغه جینکو د علاج په لړ کې له سختو کړاوونو سره مخامخ دي.
دوي غوښتنه کوي چې د جمرود پېښه کې ککړ د خاصه دار ځواکونو کسانو ته دی سزا ورکړل شي او حکومت دی له اغېزمنو کورنیو سره مالي مرسته وکړي.
محمود نومې یو تن چې خور یې په دغه پېښه کی سخته ژوبله ده مشال راډيو ته وايي د کلي جینکۍ په جمرود کې د سلایۍ یو سنټر ته په یو ګاړي کی روانې وې چې خاصه دارو پرې ډزې وکړې: ''زما خور څلوز ډزه لګېډلي ده، یو ځل مې سرکاري روغتون ته وړي وه او بیا مې ډبګرۍ کېیو شخصي ډاکټر نه ورته د جراحۍ عملیات هم وکړل، موږ له حکومته غوښتنه کوو چې غریبان خلک یو او له موږ سره دې حکومت مرسته وکړي.''
یو بل تن عبدالرحمان وايي د هغه خور هم په دغه پېښه کېسخته ژوبله شوې ده: ''دوی ته ښه معلومه وه چې په دغه ګاړي کې ماشومانې وې، دوی پرې ناتاره ډزې وکړې، اوس که موږ ته مالي مرسته نه راکوي نو موږ به هغه ژوبل ماشومان هم راولو او د وزیر اعلا د دفتر مخې ته به احتجاج کوو.''
د ګلاب جان نومې یو بل تن لور په دغه پېښه کې ژوبل شوې ده او دا وايي ما خپله لور روغتون ته بوتله او ډېره خرچه مې شوې ده او اوس مې لور په کور کې په کټ پرته ده او حکومت راسره څه مرسته نه ده کړې.
یو بل د کلي مشر راجولي په خاصه دارو نیوکې کوي: ''دوی ډزې هم وکړې، ماشومان یې هم ژوبل کړل او بیا یې په زخمي حالت کې په ډاګه پرېښودل، پکار وه په اېمبولېنس کې یې روغتون ته استولې وی.''
خو د دې خلکو د غوښتنو په لړ کې د دغه سیمې د قومي اسمبلۍ غړی اقبال اپرېدی وايي له اغېزمنو خلکو سره هر ډول مرسته کوي: ''هېڅ یو خاصه دار یا پولیس ته دا اختیار نه دی ورکړل شوی چې پر یو چا هم ډزی وکړي یا یې ووژني، انتظامیې هم د دغه پېښې نوټس اخستی دی او په دغه پېښه کې ککړ ځینې خاصه دار یې معطله کړي دي، موږ به له دې خلکو سره نورې هم مرستې وکړو او که د دې خلکو ډاډګېرنه و نه شوه نو زه به یې خپله د وزیر اعلا، ګورنر یا په مرکز کې له نورو چارواکیو سره مېلاوومه.''
دا خلک په دې غوسه دي چې له دې پېښې مخکې په ساهیوال کې هم دا ډول پېښه شوې وه او په هغه کې هم په ځینو جرمونو کې ککړ د ګاړي ډرایورد نیولو لپاره په بې ګناه جینکو ډزې شوې دي خو په دې پېښه کې حکومت دوی ته هغه رنګ پام نه دی کړی څه رنګ چې میډیا او حکومت د ساهیوال اغېزمنو کورنیو ته اړولی وو.