د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند اجمل وزیر بېګا مشال راډیو ته وویل چې حکومت پرېکړه کړې ده او نوبت په نوبت به د ځانګړو غونډو پر مهال د دې اسانتیاوو پرانسته کوي.
ده وویل ،”دا په خاصه توګه د ځوانانو غوښتنه وه نو موږ یې پیل له میرانشاه کوو خو دا یوازې د هغه ځای لپاره نه ده بلکې د ټولو قبایلي ضلعو لپاره ده او موږ به هرې ضلعې ته ځو او هلته به د دې سهولت پرانسته کوو.”
اجمل وزیر وویل ، په ځینو سیمو کې د دې لپاره تیارۍ شوې دي او په ځینو سیمو کې لا هم کار پرې روان دی او ډېر زر به مکمل شي.
د قبایلي سیمو پر حالاتو نظر لرونکي وايي ، حکومت چې د دې سیمو له ولس سره کومې ژمنې کړې دي هغه باید ټولې پوره کړي.
ځايي خبریال احسان داوړ مشال راډیو ته وویل ، د قبایلي ضلعو خلک دې ته ډېر لیواله دي خو د ده په وینا حکومت باید په دې لړ کې عملي ګامونه واخلي.
ده وویل ، “دلته خلک ډېر ورته خوشاله دي خو موږ له حکومت څخه دا غوښتنه کوو چې سم نظام دې ورته جوړ کړي چې په سمه او پوره توګه ولس له دې څخه ګټه واخلي. دلته د ډاکخانې نظام له منځه تللی دی نو د خلکو د رابطې وسیله نشته”
د قبایلي سیمو پر حالاتو بل نظر لرونکی او لیکوال شمس مومند وايي ، حکومت د قبایلي ضلعو په خیبر پښتونخوا تر ګډولو وروسته هغسې کارونه نه دي کړي لکه څنګه چې په کار وه.
د ده په وینا ، د موبایل انټرنیټ ورکولو پرېکړه یې د ستاینې وړ ده خو چې یوازې بیان پاته نشي بلکې عملي هم شي.
نوموړي وویل ،” د انټرنیټ نیشوالي د قبایلي ضلعو خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي او وجه یې دا ده چې د دې سیمو په لکونو وګړي په نورو سیمو او هیوادونو کې په مزدوریو او زرګونه ځوانان په زده کړو پسې ورک دي. نو هغوي له خپلوانو سره اړیکې نشي نیولای”.
شمس مومند وویل ، په قبایلي ضلعو کې د موبایل انټرنیټ ورکړه به د دې سیمو ځوانانو ته په ځانګړې توګه ګټه ورسوي.
ده وویل ، “ دوي له هم دې لارې څېړنې کوي ، سکالرشپونه لټوي ، روزګار لټوي او له نورې نړۍ سره رابطې کوي”.
قبایلي ضلعو د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې په خیبر پښتونخوا کې شاملې کړل شوې وې خو د ځايي خلکو په وینا لا هم هغه بنیادي اسانتیاوې نه دي ورکړل شوې لکه د صوبې نورې ضلعې چې یې لري.