د مشال مرکې پاڼې ته ښه راغلاست. دا اوونۍ د سفارت کار عبدالاکبر سره غږېدلي یو.
نوموړی د خیبر پښتونخوا د صوابۍ سیم سره تړاو لري او په انقره کې د پاکستان په سفارت کې د لومړي سکرتر او پریس اتاشي په توګه خپله دنده پر مخ وړي.
نوموړی وايي، له تېرو نهو کلونو راهېسې په ترکیه کې د پاکستان په سفارت کې کار کوي.
عبدالاکبر وايي، په صوابۍ او پېښور کې زده کړې کړې دي.