د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې په پرمختللیو ټکنالوژیو سمبال سرکاري ودانۍ


خوست کې د رسنیو عصري مرکز پرانستل شو
خوست کې د رسنیو عصري مرکز پرانستل شو

د خوست چارواکي وايي، په چټکۍ باندې د خلکو د کارونو د خلاصولو لپاره يې په حکومتي ادارو کې یو شمېر نوې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

دوی وايي، تر دې وروسته به خلک اړ نه وي، چې د ځینو وړو کارنو لپاره څو-څو ورځې انتظار وباسي او د کارونو اجراء يې په ځنډ ترسره شي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ په نویو او عصري اداري وسایلو، پرمختللې ټکنالوژی او نورو کاري لوازمو باندې د ولایت مقام د ادارو او ریاستونو د سمبالښت او پدې ودانۍ کې د رسنیو د مرکز او توحید او تعقیب د مرکز په پرانسیته کې وکړې.

د ولایت مقام په دې نسبتاً لویه ودانۍ کې د والي لپاره هم مجهز دفتر جوړ شوی، کوم چې والي به دا څو کاله په یو او بل ځای کې خپلې رسمي چارې پرمخ بیولې.

د خوست والي دفتر
د خوست والي دفتر

خوست والي محمدحلیم فدايي د مشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې پخوا په خپله والي او نورو مامورینو د ښه کاري چاپیریال د نشتون له امله کومې ستونزې محسوسولې وویل:

((تر ټولو زیات يې په ولس تاثیر ډېر منفي وو، ولس به سرګردانه په والي پسې ګرځیده، چې والي په کومه ودانۍ کې دی، کله میلمستون کې وو، کله به استوګنځي کې او کله به دلته وو، بل لوري ته د یو ښه او مساعد چاپیریال رامنځته کول د مامورینو لپاره د ښې حکومتوالۍ یو اصل دی، اوس د ولس ټول مشکلات په همدې یوه ودانۍ کې همدلته حلیږي.))

د خوست د ښځو چارو رئیسه ملالۍ ولي وايي، چې ښه کاري چاپیریال کار او خدمت ته د مامورینو د هڅونې لامل هم کیږي.

د دې په وینا چې ښه حکومتوالي او د خلکو ستونزو ته په لږ وخت کې رسیدنه، د خلکو ذهنیت هم د حکومت په اړه مثبت لوري ته بیايي.

د خوست د ولایتي شورا غړي هم وايي، چې په ادارو کې پخوا د خلکو کارونه په هغه اندازه ژر نه خلاصیدل، چې هغوی يې غوښتنه لرله.

د ولایتي شورا مرستیال امیرالله زړه سواند وايي، اوس چې د کاري چاپیریال د برابرولو لپاره څه نا څه کار وشو، په کار ده، چې د مدیریت په نورو برخو کې هم پرمختګونه رامنځته شي.

نوموړی زیاتوي:

((واقعیت خو دادی چې دا ډول یو منظم کاري سیستم موجود نه وو، خلک هم په هغه اندازه د چارو پر مخ خلاصیدو څخه راضي نه ول، نو طبعي ده چې خلک او ولسونه د ستونزه سره مخامخ ول.))

بلخوا د خوست مدني فعالان او روڼ اندي هم پدې نظر دي، چې حکومتي ادارې باید د فعالیت او وسایلو له نظره د اوسني عصر په تجهیزاتو سمبال وي.

د پوهنتون استاد فیض محمد عاطف د ټولو حکومتي ادارو له مسوولینو غواړي، چې په ورته توګه خپلې ادارې سمبالې او خپل کاري ظرفیتونه د خلکو له توقوعاتو سره سم عیار کړي.

یاده دې وي، که څه هم په وروستیو کلونو کې په خوست کې ډیریو حکومتي ادارو ته ودانۍ جوړې شوي او یادې ادارې تر یوه اندازې د وسایلو له اړخه هم سمبالې شوي، خو بیا هم له هغو وسایلو او امکاناتو نیمګړي دي، چې په اوسني وخت کې يې اړتیا موجوده ده.

بل لوري ته د کتونکو په وینا په ادارو کې د مامورینو او امرینو د ظرفیتونو ټیټوالی، مدیریتي کمزوری او د پیاوړې نظارت او تفتیش نشتون هغه نور لاملونه دي، چې ډېر کله د خلکو د شکایتونو لامل کیږي.

XS
SM
MD
LG