د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې ۷۹۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي دي


په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو عملیات.
په لوګر ولایت کې د افغان ځواکونو عملیات.

د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د اپرېل پر ۲۲مه يې د یاد ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اړوند دوبندي سیمه کې ۷۹۰ کیلوګرامه نشه يي توکي چې په یو پیکب ګاډي کې ځای پر ځای شوي ول، د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.

د لوګر امنیه قوماندان رحم خدا مخلص مشال راډیو ته وویل، چې د نشه يي توکو قاچاق کوونکو د پولیسو سره یو نیم ساعت وسلوال مقاومت وکړ او وروستهله سیمې وتښتیدل.

دی وايي، په دې نښته کې هغه ګاډی هم ویجاړ شوی، چې نشه يي توکي په کې ځای پر ځای شوي ول.

نوموړي وویل، "د نشه يي توکو قاچاقبرانو تل له هغې لارې نشي توکي لېږدول، چې د پولیسو د کمین سره مخامخ شول، د کافر دره په سیمه کې له یو نیم ساعت جګړې وروسته موږ ۷۹۰ کیلو نشه يي توکي لاسته راوړل او پدې نښته کې د قاچاق کوونکو یو عراده پیکب ګاډی هم وسوځیده."

د لوګر د ولایتي شورا غړي او اوسیدونکي هم وایي چې د مخدره توکو قاچاقبران د لوګر له لارې نورو ولایتونو ته مخدره توکي لېږدوي.

د لوګر د ولایتي شورا غړی قریب سادات وايي، یاد ولایت د هېواد له ختیځو ولایتونو سره پوله لري اود نشه يي توکو کاروباریان ورڅخه ډېر کله د تګ او راتګ د یوې لارې په توګه کار اخلي.

ده وویل، که څه هم پولیسو د نشه يي توکو د کاروباریانو پر وړاندې مبارزه کړې، خو د دوی د تشکیل کموالی د دې سبب شوی، چې په بشپړه توګه يې مخه ونه نیول شي.

د ولي جان محزون په نوم د لوګر یو ځايي اوسیدونکی وايي، چې په یاد ولایت کې د نشه يي توکو د قاچاقو د ستونزې تر څنګ په ځینو سیمو کې عملاً نشه يي توکي کرل کیږي.

دی وايي، له جنګ او سړي تښتونو وروسته په هېواد او یاده سیمه کې تر ټولو ستره ستونزه د نشه يي توکو کر او استعمال دی، چې د دې ټولنې راتلونکې ته يې جدي ستونزې جوړې کړي دي.

په افغانستان کې څلوېښت کلنه اوږده جګړه، بېوزلي، بې کاري، نالوستوب او بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو تګ راتګ پدې هېواد کې د نشه يي توکو د کاروبار ، کر او استعمال له مهمو لاملونو څخه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG