د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکتر اقبال احمد څوک وو؟


ډاکتر اقبال احمد کتاب نه خو څېړنیزې مقالې یې خورا زیاتې لیکلې وې
ډاکتر اقبال احمد کتاب نه خو څېړنیزې مقالې یې خورا زیاتې لیکلې وې

پراګ ـ د پاکستان د لاهور یونیورسټي اف مینېجمنټ ساینسز (لمز) پوهنتون د مې پر درېيمه د هغه هېواد نومیالي دانشور پوهاند ډاکټر اقبال احمد ژوند او کار په اړه لمانځغونډه جوړه کړه.

پوهانو او خبريالانو د نوموړي د کار او زيار پر مختلفو اړخونو رڼا واچوله.

په اوسني پاکستان کې ډېر کم خلک ډاکټر اقبال احمد پېژني خو نومیال فیزیکپوه (طبیعیات دان) او ليکوال ډاکټر پروېز هودبای له هغو کسانو دی چې له نوموړي سره دومره نږدې پاتې شوی چې وروسته يې ملګرتيا په کورنۍ رشته بدله شوه.

نوموړي د مې پر پېنځمه مشال راډیو ته وويل چې ډاکټر اقبال احمد په ۱۹۵۶ز کال کې په سياسياتو کې د پي اېچ ډي لپاره له پاکستانه امريکا ته ولاړ او له رسېدو سره سم په نړيواله کچه د ازادۍ د روانو تحريکونو يې نه يوازې ملاتړ وکړ بلکې پکې خپله هم شريک شو.

پوهنتون به يو داسې فکر پېدا کاوه چې هغه د پخوانيو فکر لرونکو لپاره د برداشت وړ نه وو دا ځکه چې ښه يونيورسټۍ هغه وي چې پکې فکر ازاد وي خو د خلدونيه غوندې پوهنتون هلته نشي جوړېدلای چې پکې فکر پابند وي
پروېز هود بای

نوموړي زياته کړه چې په پرنسټن پوهنتون کې د پي اېچ ډي کولو پر مهال په الجزاير کې د فرانسې پرضد د خپلواکۍ تحريک روان وو او هغه په دې کې د برخې اخيستو لپاره الجزاير ته ولاړ.

د ډاکټر هودبای په وينا، ډاکټر اقبال احمد په دې تحريک کې دومره فعاله وو چې وروسته د الجزاير د ازادۍ ملي جبهې (نېشنل لېبرېشن فرنټ) هغه پخپله مذاکراتي ډله کې پیرس ته ولېږلو.

ډاکټر اقبال احمد له الجزايره امريکا ته ستون شو او په ۱۹۶۵ م کال کې يې د پي اېچ ډي تحقيقي مقاله جمع کړه.

دا هغه وخت وو چې په ويتنام کې د امريکا جګړه روانه وه او د امريکا پوهنتونونو کې زده کوونکو احتجاجونه کول.

ډاکټر اقبال احمد د دې مظاهرو په مخکښو کې وو.

ډاکټر هودبای وايي، ډاکټر اقبال احمد د اسراييلو پر ضد فلسطينيانو هم سخت ملاتړی وو او هغه د ياسر عرفات ډېر نږدې ملګری وو او په ځېنو چارو کې به يې ورته سلا مشورې ورکولې.

ډاکټر اقبال احمد د امريکا د پرېنسټن يونيورسټۍ ترڅنګ په مختلفو پوهنتونو کې درس ورکړی.

تر ۱۹۹۰ز کاله پورې هغه په نړيوال سياست کې زيات ښکېل وو خو د ډاکټر هودبای په وينا وروسته د هغه پاکستان ته تګ راتګ زيات شو او ابن خلدونيه په نوم يې د يونيورسټۍ پر جوړولو کار پیل کړ.

خو د ده په وينا، په ۱۹۸۸ او ۱۹۹۰ز کال کې د بېنظير بوټو او نوازشريف حکومتونو د پوهنتون دپاره زمکه هم ورکړه خو پردې سربېره هم د هغه په دې پلان کې خنډونه واچول شول.

پوهاند هودبای ډاکتر اقبال احمد له نېږدې پېژنده
پوهاند هودبای ډاکتر اقبال احمد له نېږدې پېژنده

د دې وجه ډاکټر هودبای د ډاکټر اقبال احمد فکر يادوي: "دغسې پوهنتون به يو داسې فکر پېدا کاوه چې هغه د پخوانيو فکر لرونکو لپاره د برداشت وړ نه وو دا ځکه چې ښه يونيورسټۍ هغه وي چې پکې فکر ازاد وي خو د خلدونيه غوندې پوهنتون هلته نشي جوړېدلای چې پکې فکر پابند وي نو د پاکستان يونيورسټي ګرانټ کمېشن ډاکټر اقبال احمد ته د پوهنتون جوړولو نه منظوري ورکړه او نه يې هم ورته انکار وکړ. خو هغه بيا هم د خپل ژوند تر وروستۍ ساه ياني ۱۹۹۹ز کاله پورې ددې لپاره کوششونه کول خو اخر ستړی شو."

ډاکټر هودبای وايي چې ډاکټر اقبال احمد د پاکستان په اړه هم له نورو څخه مختلف نظر درلود: "ډاکټر اقبال احمد داسې پاکستان غوښت چې پکې د هر شهري حقونه يو شان وي، دلته د غريب او شتمن ترمنځ چې د ځمکې او اسمان هومره فرق دی هغه ختم شي، داسې يو پاکستان چې پکې د هر سړي صلاحيتونه وځلېږي. دا د هغه خوب وو او بايد زموږ هم دغه خوب وي."

ډاکټر اقبال احمد هېڅ يو کتاب نه وو ليکلی خو په مختلفو اخبارونو او مجلو کې يې خپاره شوي مضمونونه، څېړنې او مرکې په کتابي بڼه چاپ شوي او پر انټرنېټ يې هم ډېرې ليکنې لوستل کېدای شي.

XS
SM
MD
LG