د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان پېښه: د خیبر پښتونخوا وکیلان پر هړتال


د پېښور ښار کچارۍ کې نن د مې ۲۷مه (۲۰۱۹) مقدمه اورېدنه نه ده شوې.
د پېښور ښار کچارۍ کې نن د مې ۲۷مه (۲۰۱۹) مقدمه اورېدنه نه ده شوې.

د خیبر پښتونخوا وکیلانو د شمالي وزیرستان په پېښه کې له وژل شویو او ټپیانو سره د پیوستون ښودلو په توګه نن د مې پر ۲۷ مه نېټه په ټوله صوبه کې کاربندیز کړی او په خواشینۍ او خپګان کې یې له عدالتي کاروایایانو بشپړ پرېکون/ باییکاټ کړی دی.

دوی وايي چې د اتوار/یکشنبې ورځ په شمالي وزیرستان کې د پښتون تحفظ مومنټ پر مظاهرچیانو چې کوم تشدد شوی دی، دا هړتال د هغه کړنې پرضد کوي. د وکیلانو وینا وه چې د وزیرستان په پېښه کې د قامي اسمبلۍ دوه غړي هم اغېزمن شوي دي او بله دا چې پرامنه احتجاج د هر پاکستاني وګړي اییني حق دی.

د خیبر پښتونخوا د بار کونسل یوه غړي وکیل قمر ندیم مشال راډیو ته وویل چې د شمالي وزیرستان پیښې پلټنه دې وکړل شي.

په پېښور کې د وکیلانو اتحادیې مشر عبدالطیف اپرېدي مشال ریډیو ته وویل چې پرامنه احتجاج د هر پاکستاني اییني حق دی. او کله چې د یوې سیمې ولس احتجاج کوي نو د هغوی پر ټاکليو استازيو دا فرض جوړېږي، چې د خپل ولس د ستونزو پوښتنه وکړي بلکې په مشکله ګړۍ کې له هغوی سره ودرېږي.

د پي ټي اېم غوښتنې سمې دي خو ژبه یې سخته ده: عمران خان

منظور پښتین: ارمان هېڅکله د هېرولو نه دی

وزیرستان پېښه: پښتونخوا میپ او پي ټي اېم لاریونونه کړي

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي چې د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د دوی یوه مظاهره د پاکستانیو امنیتي ځواکونو په ډزو کې درې تنه وژل شوي او تر ۴۰ زیات ژوبل دي خو د پاکستان پوځ دعامه اړیکوڅانګې ویاند له مخې دغه مظاهره چیانو د پوځ پر یوه پوسته برید کړی وو چې پکې د دوی امنیتي اهلکاران هم ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG