اسلام اباد - د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د جون پر دویمه په یوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې خلیلزاد په اسلام اباد کې له پاکستانیو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
بیان وايي، د پاکستاني پلاوي مشري د وزارت یوه سېکرټر افتاب کوکر کوله چې پکې د دفاع وزارت چارواکي هم شامل ول.
په بیان کې راغلي چې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره خپل رول لوبولو ته دوام ورکوي.
د افغانستان جوړجاړي په اړه سیمې ته د نوموړي اووم سفر پر داسې مهال کېږي چې طالبانو په اختر کې د اوربند غوښتنې رد کړی دي او د افغان پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر سیمو کې د ناامنیو تازه پېښې شوې دي.
افغان چارواکي وايي، د جون پر دویمه په کابل کې درې چاودنې وشوې چې پکې یې یوه د پوهنتون محصلینو بس پورې له تړلي بمه شوې.
په هغه چاودنه کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۲۴ ژوبل دي.
اسلامي دولت ډلې د دې حملې ذمه واري منلې.
د کابل تر چاودنې مخکې ماخوستن مهال په غزني کې په موټر بم ځانمرګي برید کې لږ تر لږه پېنځه پولیسان وژل شوي او د څلورو ولسي وګړو په ګډون ۱۱ ژوبل دي.
د غزني والي ویاند عارف نوري د جون پر دویمه وویل، حمله د جون پر لومړۍ ماخوستن شاوخوا نهه نیمې بجې شوې.
دی زیاتوي، شپې مهال د افغانستان ځانګړو ځواکونو په مقر او ګېرو ولسوالیو کې عملیات هم کړي چې په وینا یې پکې شاوخوا ۲۷ وسله وال وژل شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو پر پولیسو په برید کې یې د لسګونه سرتېرو وژنې خبر ورکړی.