د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له طالبانو سره ملاقات او د سولې خبرې لغوه کړې


ټرمپ وايي طالبان د سولې موافقې توان نه لري
ټرمپ وايي طالبان د سولې موافقې توان نه لري

واشنګټن - له طالبانو سره د امریکايي ولسمشر د ملاقات او خبرو تر لغوه کېدو وروسته افغان حکومت ویلي ریښتینې سوله یوازې د جګړې درولو او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو له لارې کېدای شي.

د ولسمشر له دفتره د سېپټېمبر پر اتمې بیان تر هغې ساعتونه وروسته خپور شو چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، په کیمپ ډېوېډ کې یې د سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر اشرف غني سره جلا کېدونکي ملاقاتونه لغوه کړي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د سېپټېمبر پر اتمه د ټرمپ پر پرېکړه خپګان ښوولی دی.

ټرمپ د سېپټېمبر اوومې پر مازیګر پر ټوېټر په بیان کې ویلي، په پام کې وه چې د سېپټېمبر پر اتمه په کیمپ ډېوېډ کې له طالب مشرانو سره وویني.

نوموړي د ملاقات ترڅنګ، له طالبانو سره د امریکايي استازو خبرې هم درولې دي ځکه چې هغوی په کابل کې د هغه برید ذمه واري منلې چې د یوه امریکايي سرتېري په ګډون پکې ۱۲ کسان ووژل شول.

دغه برید چې د سېپټېمبر پر پېنځمه په کابل کې عبدالحق څلور لارې ته نېږدې وشو پکې یو امریکایي او یو رومانیایي سرتیری او ۱۰ ملکي وګړي ووژل شول. په برید کې ۴۲ کسان ژوبل شوي هم ول.

د ټرمپ په وینا په کیمپ کې ډېوېډ کې یې له افغان ولسمشر اشرف غني سره د هم د جلا ملاقات پلان وو.

د افغان ولسمشر بیان

د افغان ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي، "د افغانستان خلک او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي."

په بیان کې راغلي، د سولې په بهیر کې خنډ د طالبانو له خوا د افغانانو پر ضد جګړه او تاوتریخوالی دی.

بیان وايي، افغان حکومت "تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتللای شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کښېږدي او [له] افغان [حکومت] سره مخامخ خبرو ته حاضر شي."

په بیان کې زیاته شوې چې حکومت د سولې په اړه د ملګرو هېوادونو "صادقانه هڅې ستايي" او "ژمن" دی چې په راتلونکې کې له امریکا او نورو ملګرو سره یوځای د سولې لپاره ګډ کار وکړي.

امریکايي ولسمشر ټرمپ پر ټوېټر په بیان کې ویلي، له لوړپوړو طالب مشرانو سره یې د ملاقات خبره پټه ساتلې وه او ټاکل شوې وه چې هغوی د سېپټېمبر اوومې پر شپه امریکا ته ورسي: "تقریبا له ټولو دا خبره پټه وه چې د طالبانو مشران او د افغانستان ولسمشر په جلا توګه له ما سره د یکشنبې یا اتوار په ورځ په کېمپ ډېوېډ کې لیدل. دوی امریکا ته نن شپه راتلل. له بده مرغه دوی د ناسم امتیاز ترلاسه کولو لپاره د هغه برید ذمه واري ومنله چې پکې زموږ یو ښه سرتیری او ۱۱ نور کسان ووژل شول. ما په سمدستي توګه ليدنه منسوخ کړه او د سولې مذاکرات مې ودرول."

د طالبانو غبرګون

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د سېپټېمبر پر اتمه د ټرمپ پر پرېکړې خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې له امریکايي استازي سره یې د سولې "توافقنامه نهايي شوې وه" او دواړه خواوې د موافقې د "اعلان او لاسلیک په تیاریو" بوختې وې.

د طالبانو په بیان کې راغلي چې هغوی تر دې وروسته د سېپټېمبر پر ۲۳مه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو نېټه هم ټاکلې وه.

بیان وايي، د سولې د بهیر درولو په اړه د ولسمشر پرېکړه به "تر هر چا ډېر تاوان امریکا ته ورسوي" او باور به یې "زیانمن" شي.

طالبانو په بیان کې امریکا ته د سفر یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې هلته د ورتګ بلنه ورته زلمي خلیلزاد ورکړې وه.

بیان زیاتوي چې طالبان اوس هم د سولې بهیر پرمخ وړلو ته هیله من دي.

په عین وخت کې طالب سرچینو مشال راډیو ته ویلي، له ټرمپ سره د ملاقات پر سر د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلاف وو.

د طالبانو سرچینو په وینا، د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرانو ته امریکا ته د سفر بلنه ورکړې وه، خو چې هغوی دا خبره "د طالبانو د رهبرۍ شورا – چې د پرېکړو واک لري – سره شریکه کړه، نو په هغوی کې اکثرو [غړو] د دې [سفر] مخالفت وکړ."

په دوحې کې د سولې خبرو ته نېږدې طالب سرچینو ویلي، د قطر د سیاسي دفتر او د مذاکراتو مشر ملا عبدالغني برادر او ځینې نور طالب مشران امریکا ته د سفر په حق کې ول.

شننه

ولسمشر ټرمپ په يو بل ټويټ کې لیکلي طالبان چې اوربند نشي کولای نو د سولې د موافقې توان هم نه لري:


"که دوی (طالبان) د سولې په دې مهمو خبرو کې په اوربند موافقه نشي کولای او ان ۱۲ بې ګناه کسان وژني نو دوی د یوه معناداره تړون لپاره د مذاکراتو توان هم نه لري. نورې څو لسیزې به جنګېږي؟"

په کابل پوهنتون کې د سیاسیاتو استاد نصرالله ستانکزی وايي، له طالبانو سره د سولې د خبرو درولو موخه پر هغوی فشار اچول دي.

دی وايي، امریکایانو او استخباراتي کړیو ته یې داسې معلومات په لاس ورغلي چې د سولې موافقه "د امریکایانو د غولولو" لپاره کارېده او که داسې شوي وای نو دا به د "ناټو د ماموریت د واقعې ماتې" په معنا وه.

ستانکزی زیاتوي، امریکا غواړي طالبان یوازې خبرې و نه کړي بلکې عملي اقدامات وکړي او وښيي چې د سولې بهیر ته ژمن دي.

دا پرمختګونه پر داسې مهال شوي چې زلمي خلیلزاد د سېپټېمبر پر دویمه مشال راډیو ته وویل، له طالبانو سره په اصولو کې موافقې ته رسېدلی دی او یوازې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تایید ته اړتیا لري.

له طالبانو سره د خلیلزاد د موافقې مسودې په اړه په امریکا کې یو شمېر ډېپلوماټانو او شنونکو اندېښنې ښودلې وې.

XS
SM
MD
LG