پراګ: د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې د ستمبر پر ۱۲ نیټه د خاصه دار فورس ایکټ ۲۰۱۹ او لیوز فورس ایکټ ۲۰۱۹ په نوم دوې قانوني مسودې منظورې کړل شوې چې پکې خاصه دارو او لیویز ته د باقاعده فورس درجه ورکړل شوه.
خو د قبایلي ضلعو خاصه دار وایي حکومت څه موده مخکې د یو آرډیننس په زریعه خاصه دارو او لیویزو ته د پولیسو حیثیت ورکړې وو او پکار وه هغه مسوده د صوبایي اسمبلۍ نه منظوره کړل شوې وای.
دوي وایيپه دې وروستو کې د پولیسو ضلعې افسرانوټولو خاصه دارو ته د پولیسو بیجونه لګولي دي او ځینو ته پکې د ایس ایچ او، ډي ایس پي ، اې ایس آیی، او ایس آیی عهدېهم ورکړل شوې دي.
د خیبر خاصه دارو یو مشر او د جمرود د پولیسو موجوده ډي ایس پي جهانګیر اپریدي مشال راډیو ته وویل چې دوي دغه موجوده خاصه دار فورس ۲۰۱۹ ایکټ نه مني او غواړي چې د پولیسو حیثیت یې پر ځای وساتل شي.
ده وویل ، “ما د پولیسو بیج لګولی او اوس زه پولیس یم ، موږ سره چې کومې خبرې شوې وې هغه ټولې په رکارډ موجودې دي ، موږ به د قبایلي ضلعو نه منتخب شوو د صوبایي اسمبلۍ او قامي اسمبلۍ غړو څخه بایکاټ کوو ، خپل سکواډونه به واپس کوو”.
د خاصه دارو یو بل مشر مظهر اپریدی وایي ، “موږ سره د پولیسو رولز ۲۰۱۷ ایکټ په مستقله توګه عملي کولو وعده شوې وه او هم دا دې د قانون برخه وګرځول شي.”
مظهر اپرېدي وویل چې وزیر اعلا ورسره ژمنه کړې وه خو اوس له له خپلې وعدې پرشا شوی دی.
ده دهړکه ورکړه چې باجوړ ته ورغلي بهرني پولیس به باسي او ټولو قبایلي ضلعو کې به احتجاج کوي.
د واکمن تحریک انصاف ګوند یو مشر او د قبایلي او سرحدي چارو پارلیماني سیکرټري اقبال اپریدی وایي د خیبر پښتونخوا خاصه دار او لیویز ایکټ ۲۰۱۹ مقصد دا نه دی چې ځواکونو ته تکلیف ورکړل شي.
خو د ده په وینا ، ځینې آیني او قانوني ستونزې وې چې له کبله یې دغه دواړه ځواکونه فورسز وګرځول شول.
نوموړي وویل چې د دوي حیثیت به نه کمیږي او دوي ته به هغه ټول مراعات ورکول کیږي چې کوم دوي غواړي.
صوبایي حکومت وایي د خاصه دارو او لیویز ایکټ۲۰۱۹ مسودولاندې دې دواړو ځواکونو ته به د پولیسو برابر اختیارات حاصل وي او دا به په قبایلي ضلعو کې یو ډول متبادل پولیس وي.
د صوبايي حکومت د چارواکو په وینا ، کمانډنټ به یې د ضلعې پولیسو افسر یانی ډي پي او وي او وخت سره سره به د پولیسو سروس رولز برابر مراعات ورکړل شي.