پراګ - په خیبر پښتونخوا کې تر پیښور وروسته په مردان او ایبټ اباد کې هم د ماشومانو لپاره جوړ شویو ځانګړو عدالتونو کار پیل کړی دی.
په مردان کې د یاد عدالت د کار پرانسته د پیښور های کورټ مشر قاضي یا چیف جسټس سیټ احمد وقار د اکتوبر پر پنځمه وکړه.
د پیښور های کورټ رجسټرار خواجه وجیه الدین مشال راډیو ته وویل چې ډیر زر به د قبایلي ضلعو په ګډون د صوبې ټولو برخو ته دا عدالتونه وغځوي.
ده وویل ، په کار ده چې حکومت ورسره مرسته وکړي چې روزل شوي ججان د صوبې په ۳۳ ضلعو کې دا عدالتونه فعال کړي.
نوموړي چې په دې عدالتونو کې به هغه ټولې مقدمې هوارېږي چې ماشومانو پکې جرم کړی وي او یا هم له هغوي سره زیاتی شوی وي.
د مردان یو پینځلس کلن ماشوم واييد دوی لپاره دا یو غوره ګام دی.
"زما نوم علي حسن دی او د خیبر پښتونخوا د عدلي ډیره مننه چې دا عدالتونه یې ماشومانو لپاره جوړ کړل او موږ دا محسوسولای شو چې زموږ د حفاظت لپاره څوک شته او اوس به ماشومانو ته پوره انصاف ورکول کېږي"
د ماشومانو لپاره د دې عدالتونو په جوړولو کې مرسته کونکي د یو غیر سرکاري سازمان - ګروپ ډیولپمنټ پاکستان - مشره ویلري خان یوسفزۍ وايي دې عدالتونو کې د پښتنې سیمې د کلتور او د ماشومانو د تحفظ هر ډول خیال ساتل شوی دی.
"زه ډیره خوشاله یم او بچو له انصاف ورکول پکار دي او موقع ورکول پکار دي چې خپل غږ پورته کړي ځکه زموږ زنانو لپاره هم آسانه نه ده چې یوازې عدالتونو ته لاړې شي او ماشومان هم د مور پلار نه بغیر نه شي تلای نو دلته د پردې نظام هم ښه دی ، د ماشومانو د لوبو لپاره هم شیان شته او داسې ماحول مو جوړ کړی دی چې ماشومان نه ویریږي او دا د دې ځائ رواج سره سم دي"
په عین حال کې د خیبر پښتونخوا په بل ښار ایبټ اباد کې هم د ماشومانو لپاره د صوبې دریم ځانګړی عدالت پرانستل شو.
د عدالتي شمیرې ترمخه په پیښور کې د ماشومانو ځانګړي عدالت ته په شاوخوا اوو میاشتو کې ۱۳۷ مقدمې ورغلې دي چې تر شپېتو پکې فیصله شوې هم دي.