د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تر ازادي مارچ وړاندې د رهبر کمېټۍ غونډه رابولو'


د جمعیت علماء اسلام کارکنان
د جمعیت علماء اسلام کارکنان

د پاکستان پيپلز ګوند چېرمېن بلاول بوټو زرداري او د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان ترمېنځه په اسلام اباد کې شوي ملاقات کې د مولانا فضل الرحمن د ازادي مارچ نه وړاندی ګڼ ګونديزه غونډه يا د رهبر کمېټۍ غونډه په رابللو اتفاق کړی دی.

د اکتوبر پر۶مه په اسلام اباد کې د بلاول بوټو او اسفنديار ولي خان تر ملاقات وروستو فرحت الله بابر او ميا افتخار حسېن ګډې خبري غونډه کې د مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ ملاتړاعلانولو پرمهال چې د پيپلز ګوند اوعوامي نیشنل ګوند مشرانو پر دی اتفاق وکړ چې تر ازادۍ مارچ وړاندې دې ګڼ ګونديزه يا د رهبر کمېټۍ غونډه راوبلل شي چې مارچ به په څنګه پرمخ بیايي یا تر کومه حده پکې تللی شي.

د ذکر ده چې مولانا فضل الرحمن د اکتوبر ۲۷ مې نيټې راهيسې د حکومت پرضد اسلام اباد لوري ته د مارچ کولو اعلان کړی دی او وينا يې وه اسلام اباد ته د ژر پاڅيدو په نيت نه دی روان بلکې ازادي مارچ به یې هم هلته دهرنا ورکوي. نوموړي ګواښ کړی که حکومت يې د مارچ ودرولو کوښښ وکړو نو ټول هېواد به جام کړي.

خبري غوندي ته ميا افتخارحسېن وويل د دوي دا وړانديز چې ازادي مارچ نه وړاندی يوه غونډه دی راوبلل شي چې پکې تګلاره جوړه کړل شي چې د اپوزيشن ګوندونو مشران او کارکنان به په څه ډول په مارچ کې ګډون کوي. د نوموړي وینا وه، حکومت غواړي چې اپوزېشن تقسيم شي خو دوی خپل اتحاد ماتيدو ته پرېږدي.

د نوموړي وينا وه دوی ټول نوي انتخابات غواړي خو د پوځ په نګرانۍ کې نه موږ اليکشن کميشن ته په ليکلي بڼه ورکړي که انتخابات بيا د پوځ په نګرانۍ کې کېږي نو نتيجه به يې هم هغه راوځي کومه چې د ۲۰۱۸ کال د انتخاباتو راوتلې وه نو موږ ټول پاکې، رڼې او د پوځ د مداخلې پرته انتخابات غواړو.

د پاکستان مسلم ليګ ن په ګډون نور اپوزيشن ګوندونه تور پورې کوي چې د تير کال په عامو انتخاباتو کې درغلي شوې وه خو اليکشن کميشن او حکومت دوانړو دا تورونه ردولو سره ويلي و انتخابات پاک او صاف شوي وو.

خبري غونډې ته د فرحت الله بابر وينا وه موږ ټول د اپوزيشن برخه يو او دخپلمېنځي ملاقاتونو دا لړۍ به هم دا شان روانه وي موجوده حکومت په مکمله توګه ناکامه شوی دی او اپوزيشن ګوندونه د دی حکومت خاتمه او د نوو غېرجانبداراه انتخاباتو غوښتنه کوي موږ ټول پردی متفق يو چې په ګډه سره به دا حکومت کور ته لېږو ځکه چې دا ورته په هېڅ صورت کې قبول نه دی.

بلخوا مولانا فضل الرحمن او د ګوند نور غړي يې وايي ازادي مارچ لپاره ورکړل شوی تاريخ حتمي دی او په ۲۷م اکتوبر به له ټول ملکه قافلې اسلام اباد ته روانېږي.

که څه هم اپوزیشن د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د تحریک انصاف بری د پوځ لاسوهنه بولي خو پوځ او پي ټي ای دا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG