د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د قبایلي ضلعو د معدنیاتو ملکیت به د ځايي قبیلو وي


پېښور - د خیبر پښتونخوا د معدنیاتو وزیر ډاکټر امجد علي خان وايي د قبایلي ضلعو لپاره د معدنیاتو له نوي قانون سره سم به هلته د قدرتي زېرمو ملکیت له هغو قبېلو سره وي چې له وړاندې یې مالکان دي.

ډاکټر امجد علي خان زیاته کړه چې که دوي وغواړي نو د ملک له نورو برخو څخه له ځان سره نور خلک شریکولای شي.

نوموړي دا څرګندونې د نومبر پر ۱۵مه ناوخته په پېښور کې تر خبري غونډه وروسته له مشال راډیو سره په خبرو کې وکړې.

ده وویل دا بل یې ځکه په بېړه کې منظور کړی وو چې په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته په قبایلي سیمو کې د معدنیاتو په اړه ځانګړی قانون نه وو.

ډاکټر امجد علي خان زیاته کړه چې د قانون نیشتوالي له کبله له معدنیاتو سره تړلي کارونه درېدلي او لوی شمېر خلک بې روزګاره شوي وو.

دا له هغه وروسته ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت د نومبر پر ۱۳مه د منرل سیکټر ګورننس بل۲۰۱۹ په نامه بل په داسې توګه منظور کړی وو چې د اپوزېشن په وینا غیر جمهوري او پارلماني طریقه وه.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړو نه یوازې په اسمبلۍ کې پرې احتجاج کړی وو بلکې وروسته یې په خبري غونډه کې هم د یاد بل د بیرته اخیستل کېدو غوښتنه وکړه.

دوي وویل ، دا بل باید لومړی اسمبلۍ ته راوړل شي چې بحث پرې وشي او له هغه وروسته منظورۍ ته وړاندې کړل شي.

ډاکټر امجد علي خان مشال راډیو ته وویل چې که اپوزېشن ګوندونه پکې څه مثبت بدلون کول غواړي نو دوي به ورته هرکلی ووايي.

XS
SM
MD
LG