د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان کاروباریانو ته د کاري اجازتنامو د اخېستو ویلي


د ارشیف انځور: په پېښور کې مېشت افغانان واړه او لوی کاروبارونه لري.
د ارشیف انځور: په پېښور کې مېشت افغانان واړه او لوی کاروبارونه لري.

پېښور ـ د خیبر پښتونخوا حکومت د پېښور های کورټ له پرېکړې وروسته پر افغان کاروباریانو غږ کړی چې تر دې وروسته دې د کار پرمټ یا اجازت نامې اخلي.

د پېښور های کورټ د نومبر پر ۲۹مه، د افغان کډوالو د کاروباریانو په اړه د یو درخواست د پرېکړې اورولو پر مهال د پاکستان مرکزي حکومت او همدا رنګه د خیبر پښتونخوا حکومت ته امر وکړ چې په دې اړه دې یوه تګ لاره جوړه کړي.

عدالت ویلي، د افغان کډوالو کاروبارونه دې په قانوني بڼه د حکومتي اجازتنامې لاندې راوستل شي.

تر هغې وروسته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته وویل، هغوی د پېښور های کورټ د پرېکړې احترام کوي خو د هغې برېکړې مطلب به دا نه وي چې ګینې حکومت پر افغان کاروباریانو بندېز لګول غواړي.

نوموړي وویل:

"د عدالتي فیصلې احترام پکار دی. په افغان کډوالو هېڅ بندېز نشته، هغوی زموږ ورڼه دي او دلته یې ډېر ښه وخت تېر کړی دی. ترڅو پورې چې هغوی دلته دي، د کار روزګار کولو اجازه ورته حاصله ده."

شوکت یوسفزي زیاته کړه چې هغوی د عدالتي پرېکړې د مخې ته راتلو نه پس به حکومت د افغان کډوالو کاروبارونه د حکومتي طریقه کار لاندې راولي.

په پېښور کي مېشت یو افغان سوداګر قدرت الله مشال ریډیو ته اوویل چې وار له مخې د ځینو محدودیتونو له وجې افغان کډوال خپل کاروبارونه تړي او دا نوې پرېکړه به هم خامخا پر تجارتي هلو، ځلو اغېز پرېباسي.

هغه زیاته کړه:

"د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي لانجو له وجې تل د کډوالو کاروبارونه تر اغېز لاندې راځي، ډېری پانګه وال افغانستانه ته ستانه شوي دي او چې څه پاتې هم دي هغه به هم د نویو بندیزونو له وجې خپل کاروبارونه وتړي."

خو په پېښور کي اوسیدونکی یو بل افغان کډوال خیبر جان بیا وايي، موجوده حکومت د هغوی لپاره د بېنک اکاونټونو د پرانېستلو په رنګ ځیني سهولتونه هم برابر کړي دي او هغه ګڼي چې د قانوني چوکاټ لاندې تر ورتګ وروسته به یې کاروبار لا نوره وده هم وکړي.

"د عمران خان د واکمنۍ پر مهال افغان کډوال دا اجازه لري چې په بانکونو کې ایکاونټونه پرانېزي او یا هم سیمکارتونه واخلي. موږ هیلمن یو چې د حکومتي اجازتنامو سره به د افغان کډوالو کاروبارونه وغوړېږي."

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړېوالې ادارې د شمېرو له مخې دا وخت په پاکستان کې ۱۴ لکه افغان کډوال په قانوني بڼه استوګنه لري. د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې د پاکستان حکومت هغو افغان کډوالو ته تر یو کاله پورې د اوسېدو اجازه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG