د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ګوزڼ ضد کمپاین پیل شو


د خیبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې د ګوزڼ ضد پنځه ورځنی بهیر پر داسې مهال پیلېږي چې په دغه هېواد کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر ۱۰۴ ته رسېدلی چې پکې ۷۴ یې د خیبر پښتونخوا ماشومان دي.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان نن په پېښور کې د ګوزڼ ضد درې ورځني کمپاین پرانسته وکړه چې پکې د ټولې صوبې نېږدې اوو شپېتو لکو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.

ګوزڼ وهلي ماشومان ۱۰۴ ته رسېدلي چې ۷۴ پکې 'زموږ د صوبې' دي. او 'زموږ په صوبه کې' بیا بنو، لکي مروت، تور غر او شمالي وزیرستان دی کې د ګوزڼ وهلیو شمېر زیات شوی دی. د عبدالباسط په وینا په ۷۴ کیسونو کې بیا ۵۴ د بنو ماشومان دي.
عبدالباسط خان


د نوموړي په وینا چې په صوبه کې به هېڅ یو ماشوم د ګوزڼ څاڅکو څخه نه بې برخې کېږي او د دې بهیر ترسره کولو لپاره یې څه نا څه ۲۲ زره کارمندان ګومارلي دي.

د پرانستو غونډې سره په څنګ د خیبر پښتونخوا ګوزڼ ضد ادارې یوه چارواکي عبدالباسط خان له مشال راډيو سره په خبرو کې د پولیو پر زیاتېدونکیو پېښو اندېښنه وښودله. دی زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ګوزڼ وهلي ماشومان ډېر شوي دي.

د نوموړي په وینا تر دا اوسه د رارسېدلیو شمېرو له مخې ګوزڼ وهلي ماشومان ۱۰۴ ته رسېدلي چې ۷۴ پکې 'زموږ د صوبې' دي. او 'زموږ په صوبه کې' بیا بنو، لکي مروت، تور غر او شمالي وزیرستان دی کې د ګوزڼ وهلیو شمېر زیات شوی دی. د عبدالباسط په وینا په ۷۴ کیسونو کې بیا ۵۴ د بنو ماشومان دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ ضد ادارې یوه اهلکاره حمیده وايي چې کور پر کور ماشومانو ته د څاڅکیو ورکولو بهیر کې دوی تل له ستونزو سره مخامخ وي. د دې په وینا چې د ماشومانو میندې او پلرونه ترې ضمانتونه غواړي چې دا به یې ماشومانو ته په راتلونکې کې هېڅ زیان نه رسوي.

د ګوزڼ ضد چارواکي عبدالباسط خان وینا ده چې دوی ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکیو ورکولو لپاره په میندو او پلرونو کې د اګاهۍ مهم هم پیل کړی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو نن پر خپله وېبپاڼه لیکلي چې په دې کمپاین کې به په خیبر پښتونخوا کې شپږ اعشاره اوه، بلوچستان کې دوه نیم، په پنجاب کې ۱۹ او په سند کې دوه اعشاریه درې میلیونو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي وکول کېږي.

پاکستان وزیراعظم عمران خان د څلورو واړو صوبو اعلی وزیرانو ته سپارښتنه کړې ده چې د ګوزڼ اوسني بهیر مشري دې پخپله غاړه واخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG