د پاکستان پخوانيو سېنېټرانو د هغه هېواد په سياسي ګوندنو کې د داخلي جمهوريت لپاره د نوي جمهوري تړون کولو غږ کړی دی.
د عوامي نېشنل ګوند يو پخواني مشر افراسياب خټک او د پيپلز پارټۍ پخواني سېنېټر دا غږ د جنورۍ پر ۱۲مه نېټه په لاهور کې د يوې مباحثې پر مهال وکړ.
دغه مباحثه د افکار تازه (تازه فکرونو) تر سرليک لاندې د هغو دوه ورځنيو ناستو برخه وه چې په پاکستان کې د جمهوريت د ودې لپاره فعاله تنک ټېنک [پلډات] له خوا جوړه شوې وه.
په سياسي ګوندونو کې داخلي جمهوريت تر سرليک لاندې مباحثه د لاهور په الحمرا هال کې وشوه چې پکې د افراسياب خټک او فرحت الله بابر سربېره د تحريک انصاف پخواني سينير مرستيال مشر حامد خان هم ګډون وکړ.
افراسياب خټک ته عوامي نېشنل ګوند په ۲۰۱۸م زکال کې نوټس ورکړی وو چې پکې پر هغه د ګوند د نظم وضبط د سرغړونې تور لګول شوی وو. خو هغه دا تور رد کړی وو.
حامد خان د تحريک انصاف په بنسټ اېښودونکيو کې دی خو د خپل ګوند پر داخلي سياست د تنقيد له کبله د ۲۰۱۹م زکال د ډېسېمبر په مياشت کې د هغه غړيتوب وځنډول شو.
په سياسي ګوندونو کې داخلي جمهوريت پر موضوع د خبرو کولو پروخت درې واړو د پاکستان په سياسي ګوندونو نيوکې وکړې.
افرسياب خټک او د پيپلز پارټۍ مرکزي جنرل سيکرټري فرحت الله بابر وړاندېز وکړ چې بايد په ګوندونو کې د داخلي جمهوريت لپاره چارټر اف ډېموکريسي ياني يو جمهوري تړون وشي.
فرحت الله بابر ادعا وکړه چې په دې نږدې وروستيو کې د پاکستان پارلمان له خوا د هغه هېواد پوځي مشرانو د تقاوت موده غځولو په اړه منظور شوی پوځي قانون ملاتړ سياسي ګوندونو په جمهوري توګه نه وو کړی.
هغه زياته کړه چې د پوځي قانون [ارمي اېکټ] منظورېدو وروسته بايد په سياسي ګوندونو کې د داخلي جمهوريت بحث پيل شي.
فرحت الله بابر زياته کړه چې د پاکستان په تاريخ کې زياتره وخت د هېواد مشران يا د پوځ يا د ګوندونو مشران پاته شوي دي.
البته د هغه په خبره، يوازې سيد يوسف رضا ګيلاني او راجه پروېز اشرف هغه وزيراعظمان ول چې د ګوند مشران نه وو چې نوموړي په دې برخه کې د پيپلز پارټۍ ستاينه وکړه.
البته هغه ومنله چې د پيپلزپارټۍ د يو مشر په حېث ويلای شي چې په ګوند کې يې انتخابات يا فيصلې په جمهوري طريقه نه کېږي.
افرايساب خټک په خپلو څرګندونو کې وويل، وخت رارسېدلی چې سياسي ګوندونه له خانداني وراثت څخه ازاد کړل شي.
د تحريک انصاف پخواني سینير مرستيال مشر او د هېواد وتلي وکيل حامد خان په خپل وار سره ادعا وکړه چې د سياسي ګوندونو داخلي انتخابات شفافه نه وي چې له کبله يې ګوندونه تقسيم شوي دي.
هغه زياته کړه، د پاکستان په پوهنتونو کې د زدکوونکيو پر يونينونو د بنديز له وجې په دې هېواد کې جمهوريت او جمهوري کلتور له خنډ سره مخامخ شوی دی.
په پاکستان کې د جمهوريت د ودې لپاره د فعاله تنک ټنک پلډات په دوه ورځنيو ناستو کې د ايران او امريکا ترمنځ تاوتريخوالي، د هند واک لاندې کمشير، د پاکستاني رسنيو ازادۍ، په دې هېواد کې د تعليم، بلدياتي نظام ترڅنګ پر يوشمېر نورو موضوعاتو کارپوهانو او سياستوالانو رڼا واچوله.
د فېسبوک تبصرې