د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون جرګه: جوړښت، تګلاره او هیلې 


د پښتنو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشران
د پښتنو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشران

په داسې حال کې چې پښتانه د امنیت، اقتصاد، سیاست او ټولنې په کچه له یوشمیر ستونځو او ننګونو سره مخامخ دي، د پښتنو ملتپاله ګوندونه پر دغه موضوعاتو د بحث او ستونځو د هواري لپاره د یوې قامي جرګې راغوښتلو خبره کوي.

د جرګې راجوړولو تجویزونه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو له خوا راغلي دي.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتین په بنو کې د جنورۍ پر ۱۲مه (۲۰۲۰) د خپل غورځنګ یوې سترې ولسي غونډې ته په وینا کې د پښتنو پر ټولو سیاسي او مذهبي ډلو ږغ کړی وو چې هغوی دې خپل قام ته پر ورپېښو ستونزو یوه نماینده جرګه رابولي.

د نوموړي همدغه وړاندیز ته د عوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان لومړی په ټویټ کې د هرکلي ځواب ووایه او وروسته د جنورۍ پر ۲۰ مه یې د باچا خان اونۍ په لړ کې په نوښار کې یوې غونډې ته په خپله وینا کې د پښتنو د یوې قامي جرګې راغوښتلو اعلان وکړ. منظور پښتین د اسفندیار خان بیان ته هرکلی هم ووایه.

خو اوس پوښتنه داده چې دا جرګه باید څنګه وي او څنګه به خپلې غوښتنې پرمخ وړي؟

په دغه اړه بېګاه له مشال راډیو سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه مرکزي مشر او سېنېټر عثمان خان کاکړ وویل، د پښتنو ستونځې د جرګې له لارې هوارېدلی شي خو باید دا جرګه د ټولو ملتپالو او مذهبي سیاسي ګوندونو له خوا په شریکه راجوړه کړل شي.

نوموړي زیاته کړه باید دا جرګه یوه قامي اجنډا ولري او د جرګې پرېکړو عمليکولو لپاره یوه کړنلاره وټاکل شي.

عثمان کاکړ پر سوشل میډیا خپاره شوي هغه راپورونه رد کړل چې ګنې پښتونخوا ملي عوامي ګوند به په باچاخان مرکز کې په دې جرګه کې شرکت کول نه غواړي.

نوموړي وویل، د باچاخان نوم د دوی لپاره ډېر احترام لري او له دې وړاندی هم د ګوند مشر محمود خان اڅکزي په باچاخان مرکز کې په غونډو کې ګډون کړی دی.

بل خوا د عوامي نیشنل ګوند ستر سکتر سردارحسین بابک وایي، دا به یوه قامي جرګه وي او په دغه اړه د سلا مشورې لپاره به د فرورۍ په میاشت کې د ملتپاله سیاسي ګوندونو او مذهبي او ولسي مشرانو سره تماسونه نیسي.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه اړه د ګوند مشر اسفندیار ولي خان یوه دوه کسیزه کمېټۍ هم ټاکلې ده.

هغه زیاته کړه چې له ټولو ملتپالو، سیاسي او مذهبي ګوندونو سره په سلا مشوره به د جرګې انتظام کوي او د دوی پر لارښوونه به د راتلونکې لپاره تګلاره ټاکي.

سردار حسین بابک وویل: ؛ درد او غم مو شریک دی نو جرګه به مو هم شریکه وي؛

د پارلېمان پخوانی غړی او سیاستمدار افراسیاب خټک بیا وايي، که چېرې یوه جرګه راجوړېږي نو باید چې دا یوه نماینده جرګه وي او په دې کې پښتنو ته په ورپېښو ستونځو څرګنده خبره وشي او د جرګې پرېکړې عملي کړل شي.

نوموړي وویل، له بده مرغه ملتپاله ګوندونه هم په دې کار کې پاتې راغلې دي ځکه چې که پاتې نه وی راغلی نو د جرګې ضروروت به نه وو. بله دا چې په دې جرګې کې پاکې خبرې وشي، غله ته غل او ساز ته ساز وویل شي.

د افراسیاب خټک وینا وه چې په پاکستان کې د ترهه ګرو پټنځایونه دي، په قبایلي ضلعو کې خلک بېکوره دي، وژل شوي دي او په زرګونو نور لادرکه دي، نو باید، دا وویل شي چې دا هرڅه چا کړي دي.

په امریکا کې میشت د ایني چارو پوه محمد زبیر وویل چې د لر او بر پښتنو ستونځې له یو بل سره تړلې دي نو پر دې باندې د ټولو یو کیدل ډیره مهمه ده. دا به د پښتنو د یو قام په حیث چې د ریاست سره کوم تعلق دی هغې له به نوی بنیاد ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې ؛له ریاست سره څه مسله ده، پر هغې جامع بحث کول، بېلا بېل ګوندونه د دغې مسلې څه هواری پیدا کوي او بیا دغه حل-لاره ریاست ته وړاندې کول ډېر اړین کار دی.؛

د یادونې وړ ده چې د تاریخ له پلوه پښتنو خپلې قامي ستونځې تل د جرګو له لارې هوارې کړي دي خو اوس به کتل کېږي چې پښتانه ملتپاله ګوندونه څنګه پښتنو ته په ورپیښو ستونځو خپلمینځي اختلاف ختموي او د یوې نماینده قامي جرګې په راجوړولو او د هغې د پرېکړو په عمليکولو کې بریالي کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG