د عوامي نېشنل ګوند لخوا په خپور شوي بیان کي د یاد ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین هغه وړاندیز ته هرکلی کړی دی چې ویلي ول د پښتنو ستونزو هوارولو لپاره به د پښتنو مشرانو سره سلا مشوره کوي او ټول پښتانه به د ستونزو هوارولو لپاره رایوځای کوي.
د اسفندیار ولي خان د دغه څرګندونو په اړه د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د اې اېن پي پارلیماني مشر سردار حسېن بابک مشال راډیو ته ووېل چې د ګوند رهبر یې د بنو په جلسه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین د دغه خبرې هرکلی کړی دی، چې (د پښتنو د ستونزو او مشکلاتو هوارلو لپاره د پښتنو پر ټولو مشرانو غږ کوي چې پکار ده په ګډه مبارزه وکړو. نو زموږ مشر اسفندیار ولي خان دغه بیان ته ډېر په ښه او دروند نظر کتلي دي، او حقیقت هم دا دی چې د پښتنو د مسئلو د حل د لارو چارو لټولو لپاره چې ترڅو موږ یو شوي نه یو نو دا نه حل کیږي.''
پي ټي اېم هم اتفاق غواړي او د اسفندیار څرګندونې هم ډېرې ښه دي خو باید دې ته عملي شکل ورکړل شي،ډاکټر سید عالم مسید
د پښتون تحفظ موومنټ یو مشر او له شمالي وزیرستانه د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ د عوامي نېشنل ګوند پر بیان خوښي ښودلې ده. نوموړي له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل، چې دوی د پښتنو د یو والي دا هدف د بنو په جلسه کي ټاکلی وو او د دې لپاره به پي ټي اېم د عوامي نېشنل ګوند ترڅنګ د پښتنو د نورو ملت پالو ګوندونو له مشرانو سره سلا مشوره کوي: ''که موږ ورته یو نه شو نو د ریاست دا جبر به هم داسې روان وي، څه رنګ چې باچا خان ویلي ول، لا به یو کېږو ګنې ورکیږو، نو د ورکېدلو نه د بچ کېدلو لپاره یووالی یواځنۍ لار ده، نو موږ د اسفندیار ولي خان په دی بیان ډېر خوشحاله یو او ډېرزر به موږ د ټولو پښتنو له مشرانو سره ناسته کوو او د پښتنو د وحدت لپاره به یوه لاره جوړوو.''
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سېد عالم مسود وايي دا مهال د یو شمېر ستونزو د هوارولو لپاره د پښتنو د وحدت په لور په چټکۍ سره د ګامونو پورته کولو ضرورت دی: ''پي ټي اېم هم اتفاق غواړي او د اسفندیار څرګندونې هم ډېرې ښه دي خو باید دې ته عملي شکل ورکړل شي، په متفقه ډول یو پښتون قامي جرګه پکار ده، پښتون قام یو ډېر لوی قام دی او دا په یوه جرګه کې نه رایوځای کېږي نو کیداي شي چې په کوټه او پېښور کې جلا جلا غونډې او جرګې وشي او که بیا ضرورت وي نو په یو درېم ځای کې هم ټول سیاسي مشران او د پښتنو قامي مشران او فعالان راغونډ شي، خو د راغونډېدلو اجنډا یوه پکار ده او په ساینسي طریقه کار د راغونډېدلو ایجنډا جوړول پکار ده چې د پښتنو ستونزې په ګوته کړي او د حل لارې چارې یې وټاکي.''
یاده دي وي چې تر دې وړاندي د عوامي نېشنل ګوند لخوا وخت په وخت د پښتون تحفظ موومنټ پر تګلاره نیوکې هم شوې دي خو د باچاخان مرکز پېښور نه په خپور شوي تازه بیان کي د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان لخوا ویل شوي دي چې د پښتون تحففظ موومنټ غوښتنې د عوامي نېشنل ګوند د منشور برخه ده او د پښتنو د مسلو او ستونزو د حل لپاره د پي ټي اېم له اړخه د پښتنو ملتپالو د رایوځايکولو وړاندیز د ستاینې وړ دی.
د فېسبوک تبصرې