پراګ - د جنورۍ ۲۹مه په پاکستان کې نسبتاً غلې تېره شوه. تر دې یوه ورځ مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر منظور پښتین ګرفتارۍ ضد په هغه هېواد، افغانستان او د نړۍ په یو شمېر لویو، وړو ښارونو کې پراخې مظاهرې وشوې.
د پېښور پولیسو پښتین د جنورۍ پر ۲۷مه نیمه شپه ونیو او ویې ویل چې دا کار یې د ډېر اسماعیل د پولیسو په غوښتنه کړی.
د نوموړي وکیل شهاب الدین خټک د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل چې پښتین په ډېره اسماعیل خان کې قاضي ته وړاندې شوی او اوس د عدالتي پلټنو په موخه د ښار په مرکزي زندان کې دی.
د پاکستان دننه یو شمېر فعالانو، د اپوزیشن ګوندونو او د حقونو سازمانونونو له حکومته غوښتي چې پښتین خوشې کړي.
نړیوالو ټولنو لکه د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار ډلې او ګڼو فعالانو هم غوښتنه کړې چې اسلام اباد دې د بیان او جلسو د ازادۍ حق خوندي کړي او نوموړی دې سمدستي خوشې کړي.
د جنورۍ پر ۲۹مه په پاکستان کې مظاهرې ونشوې، خو د پښتین ګرفتارۍ په اړه په دودیزو او ټولنیزو رسنیو کې بحث روان وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه بي بي سي اردو ته وویل، منظور پښتین یې د هېواد د قانون په سرغړونه نیولی دی:
"هغه د پاکستان وګړی دی. د هېواد د قانون سرغړونه یې کړې نو ځکه ګرفتار شو. تر کومه چې د پښتنو خبره ده نو پښتانه د [تحریک انصاف] د اوسني حکومت ملاتړي دي."
پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، ټول فعالیتونه له قانون سره سم کوي او دا چې ټولې هلې ځلې یې په پاکستان کې د اساسي قانون د سرلوړۍ او په بشپړه توګه عملي کولو لپاره دي.
په ډېپلوماټ مجله کې خبریالې او شنونکې فرح ناز اصفهانۍ د پاکستان له حکومتي دریځ سره مخالفت ښوولی او د پښتین ګرفتاري یې په هېواد کې د مخالفو اوازونو د غلي کولو هڅه بللې.
نوموړې وايي، داسې هېڅ اثار نشته چې ګواکې پر عدم تشدد باور لرونکی پښتون ژغورنې غورځنګ به د مشرانو او ملاتړو له ګرفتارۍ سره خپلې هلې ځلې ودروي.
د منځني ختیځ او شمالي افریقا یوې خپرونې مېنا اېف اېن د جنورۍ پر ۲۹مه په افغانستان کې د مظاهرو او ګرفتاریو په اړه لیکنه کړې او وايي، سلګونه کسان په کابل کې د پاکستان سفارت مخې ته ورغونډ شوي ول او د پښتین د خوشې کولو غوښتنه یې کوله.
الجزیره ټېلېوېژن هم پر خپله ووبپاڼه د پښتون ژغورنې غورځنګ ارزښت په اړه لیکنه خپره کړې او وايي، پاکستان د خپل تاریخ تر شاوخوا نیمايي مودې د پوځ تر واکمنۍ لاندې پاتې شوی نو ځکه په هغه هېواد کې د پوځ پر ضد مستقیمې خبرې نه کېږي خو د پي ټي اېم مشر په بیا بیا پر پوځ انتقاد کړی دی.
له دې علاوه نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د جنورۍ پر ۲۷مه د پښتین د ګرفتارۍ په اړه لیکنه خپره کړې وه.
د جنورۍ پر ۲۹مه هم پر ټولنیزو رسنیو د پي ټي اېم د احتجاجونو پر مهال د ګرفتاریو خبرې تودې وې.
پر ټوېټر ګڼو پاکستانیو او نړیوالو فعالانو، سیاستوالانو، لیکوالانو او پوهانو د غورځنګ د مشرانو او پلویانو ګرفتارۍ غندلې وې.
خو ځینې لیکنې د پي ټي اېم ضد هم وې لکه د ملیحې هاشمي په نوم یوې ښځې د غورځنګ د مخکښو مشرانو محسن داوړ او علي وزیر د ګرفتارۍ خبر ورکړی وو او خوشالي یې ښوولې وه.
خو نوموړې په لیکنه کې یوه تېروتنه کړې وه او هغه دا چې د جنورۍ پر ۲۸مه یوازې دوړ نیول شوی وو او هغه مهال چې د علي وزیر د ګرفتارۍ خبرې کېدې، نوموړي له مشال راډیو سره ویډیويي مرکه کوله.
د فېسبوک تبصرې