د فبرورۍ پر ۲۴مه هم د لواړګي په چروازګۍ کې د یوه ځوان د وژنې ضد احتجاجي پرلت روان وو. د ۲۲ کلن عدنان شینواري پلار اسماعیل شینواری وايي، زوی یې درې میاشتې مخکې امنیتي ځواکونو نیولی وو، د جمعې پر ورځ یې وژلی او د فبرورۍ پر ۲۲مه یې مړی وروسپاره. د خیبر سیاسي اتحاد د شینواري د وژنې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې. پرلتوالو د تورخم او پېښور لویه لار تړلې. د پېښور د پولیسو د ترهګرۍ مخنیوي څانګې د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل چې عدنان شینواری یې پر جمعه، شپې مهال، په رېګي سیمه کې له څلورو نورو وسله والو سره یو ځای وژلی. ویډیويي رپورټ.
د عدنان شینواری وژنې ضد لواړګي کې احتجاجي پرلت

د فېسبوک تبصرې