د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان - افغانستان اړيکې او د امريکې منځګړتوب


پخوانی عکس: د پاکستان وزيراعظم عمران خان او افغان ولسمشر محمد اشرف غني
پخوانی عکس: د پاکستان وزيراعظم عمران خان او افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان چارواکي وايي د پاکستان او افغانستان د اړيکو پر مهال د نړيوالو ضرورت ځکه شته دی چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې سم کار کولو ته ژمن پاتې شي.

د افغانستان ملي امنيت شورا وياند، جاويد فېصل د مارچ په دويمه مشال ريډيو ته وويل چې پاکستان سره یې د ترهګرۍ پر ضد د ګډو همکاريوو څو چوکاټونه جوړ کړل خو نتيجه یې ور نه کړه: ((په دوه اړخيزو، درې اړخيزو او څلور اړخيزو پلېټفورمونو کې مو د پاکستان سره کار وکړ خو پاکستان په خپلو ژمنو وفا ونه کړه. له همدې امله ضرور ده چې په داسې ميکانيزمونو کار پکار دی چې هغه زموږ د اړيکو په ښه والي کې نتيجه ورکړي او د اعتماد فضا جوړه شي. اعتماد به هله جوړېږي چې پاکستان د طالبانو سره خپلې اړيکې واضحه کړي او په خپله پاليسي کې داسې تغير راولي چې دواړه هېوادونه په سوله کې ژوند وکړای شي.))

د امريکې او افغانستان ترمنځ د فرورۍ په نهه ويشتمه شوې هوکړې وروسته په ګډه اعلاميه کې راغلې چې امريکا به د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړيکو د سمو ساتلو لپاره منځګړتوب کوي. خو پاکستاني چارواکي ويلي د دې ضرورت نشته.

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي د مارچ په لومړۍ نېټه رويټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وويل چې افغانستان دې د پاکستان سره د امريکې له منځګړتوبه بغېر اړيکې وساتي.

هغه زياته کړه: ((دوی بايد په دې پوه شي چې امريکا له افغانستانه د وتلو پلان لري. خو موږ به د ګاونډيانو په توګه همېشه دلته يو. نو ځکه بايد مخامخ خبرو ته لومړيتوب ورکړل شي. که زه د افغانستان سره کومه مسله لرم نو زه به له واشنګټنه د کوم کردار لوبولو غوښتنه نه بلکې کابل سره به مستقيمې خبرې کوم. سمه ده چې د باور کمی دی خو موږ د دې کمي پوره کولو لپاره کار کړی دی. د بهرنيوو چارو د وزير په توګه زما لومړی سفر کابل ته وو. غوښتل مې افغانانو ته ووايم چې کابل د پاکستان لپاره څومره اهميت لري.))

افغانان د نورو پېښو تر څنګ، په پاکستان کې د القاعده ترهګرې ډلې د مشر، اسامه بن لادن او طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدلو ته په اشاره وايي چې اسلام اباد د هغې جګړې ملګرتيا کوي چې په زرګونو افغانان یې وژلي دي. پاکستان دا تور ردوي او وايي پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفير، حسېن حقاني په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې افغانستان او پاکستان بايد د ترهګرۍ په وړاندې سره لاسونه يو کړي.

هغه زياته کړه: ((نور هېوادونه د ګاونډيانو په منځ کې ستونزې نه شي حلولی. هغوی یې په تاريخ نه پوهېږي او ګټې يې هم يو شان نه وي. افغان مشران اوس بايد هغه څه وکړي چې د دوی په نظر د افغانستان لپاره ښه دي. پاکستان هم بايد په دې پوهه شي چې نورې د امريکې هغه ډېرې پېسې نشته چې دوی ته یې پخوا ورکولې.))

د فرورۍ په ۲۹مه په قطر کې امريکايانو د طالبانو سره يوه لوظنامه وکړه چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه په مرحله وار شکل له افغانستانه ووځي. د پاکستان چارواکو د دې لوظنامې د هرکلي په کولو سره ويلي چې مذاکراتو ته د طالبانو په راوستلو کې دوی مرسته کړې وه. طالبانو په دې لړ کې د پاکستان کردار په اړه څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG