د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا اسمبلۍ په خيبر کې د ماشومانو ژوبلېدو پېښه غندلې ده


په پېښور کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه ـ انځور له ارشيفه
په پېښور کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډه ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د خيبر ضلعې په تیرا کې د پوځي عملياتو پر مهال د ماشومانو په ګډون د يوشمېر ملکيانو ژوبلېدل غندلي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۱مه د تیرا په پیر مېنه (مېله) کې د مارټر یا هاوان مرميو لګېدو په پېښه کې له ۱۰ زيات ماشومان او يوشمېر لويان ژوبل شول. ځينو کسانو هغه ډرون بريد بللی وو خو شواهد يې نه ول وړاندې کړي.

د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ حکومتي غړي عبدالغني د اکتوبر پر ۲۲مه د اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې وویل: "ریاست پر ما د ډرون حمله کوي، زه له چا پوښتنه وکړم؟ د دې ځواب به ماته څوک راکوي؟ د دې ايوان دا ذمه واري ده چې چا دا کار کړی، هغه راوغوښتل شي او سزا ورته ورکړل شي."

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار امجد علي د اسمبلۍ له مرستیالې سپیکرې غوښتنه وکړه چې د پېښې د پلټنو لپاره دې پارلېماني کمېټۍ جوړه کړې.

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د خيبر منتخب استازي سهېل اپرېدي د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د تیرا په پیر مېنه کې د ژوبلو ماشومانو درملنه د پېښور په حیات اباد مېډیکل کمپلېکس روغتون کې روانه ده.

نوموړي زياته کړې وه چې په هغه پېښه کې ځينې نور ولسي وګړي هم ژوبل شوي ول چې په تيرا کې یې طبي مرستې ترلاسه کړې دي.

سهېل اپرېدي د اکتوبر پر ۲۱مه تر هغې پېښې وروسته پر اېکس (پخواني ټوېټر) د ځايي خلکو له خولې ليکلي ول چې په پير مېنه کې د ۱۲ ماشومانو په ګډون له ۲۵ زيات کسان ژوبل شوي دي.

په روغتون کې د ژوبلو ماشومانو خپلوانو د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې لومړی د پاکستان پوځ د کیمرو لرونکو لویو ډرونونو پروازونه وکړل او بیا یې مارټر (هاوان) مرمۍ وتوغولې چې پکې يې د ولسي خلکو کورونه په نخښه کړل.

امنیتي ځواکونو لا د سیمې د اوسېدونکو د دعوو او په عملیاتو کې د خلکو د ژوبلېدو په اړه څه نه دي ویلي.

خو په خیبر کې د امنیتي ځواکونو یوه چارواکي د خپل نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې د اکتوبر پر ۲۱مه يې د تیرا په پیر مېنه کې د عملياتو پر مهال د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) اووه غړي ژوبل کړي دي.

ازادو سرچينو لا د امنیتي ځواکونو د دعوو تصديق نه دی کړی او تر اوسه وسلوالو یې هم په اړه څه نه دي ویلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو هم هغه پېښه غندلې او پر امنيتي ځواکونو يې غږ کړی دی چې د عملیاتو پر مهال دې د ولسي وګړو له په نخښه کولو ډډه وکړي.

د غورځنګ مشر منظور پشتین پر اېکس د ځینو ژوبل ماشومانو د انځورونو خپرولو ترڅنګ تور پورې کړی دی چې "ریاست د پښتنو په سیمه کې د جنګي تګلارې تر ناکامېدو وروسته پر عامو خلکو بریدونه" پيل کړي دي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او اوتوغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د مارټر ګولو د لګېدو په پېښو کې ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس احتجاجونه هم کړي دي.

خو د پاکستان پوځ او نورې امنیتي ادارې وايي چې د عملیاتو پر مهال د خلکو خوندیتوب ته پوره پام کوي.

XS
SM
MD
LG