کوټه - د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د اپرېل پر درېیمه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې په بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاف جماعتونو له غړو سره یې ډېره مهمه غونډه وکړه او پردې خبره یې اتفاق کړې دی چې د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره به حکومت او حزب اختلاف په ګډه کار کوي.
په غونډه کې د حزب اختلاف مشر ملګ سکندر اېډوکیټ او د بلوچستان پخواني اعلا وزیر نواب اسلم رییساني هم ګډون کړی وو.
پردې مهال د حزب اختلاف مشر ملک سکندر اېډوکیټ وویل چې دوی له حکومت سره هر ډول مرستې ته تیار دي.
نوموړی د حکومت لخوا د کورونا وایرس د مخنیوي په اړه د پارلېمان د ګډ ټاسک فورس جوړولو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه فورس به د ولس د حقونه خوندي کړي.
د نوموړي په وینا د بلوچستان اعلا وزیر له دوی سره ژمنه کړې ده چې په روغتونو کې د کورونا وایرس پرضد د ډاکټرانو او نرسانو ټولې اړتیاوې به حکومت ژر تر ژر پوره کړي.
بلې خوا ته په بلوچستان ایالت کې د کورونا وایرس څخه پنځه نور کسان اغیزمن شوي دي.
په کوټه کې د روغتیا د چارواکو له لورې په خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي دي چې په صوبه کې د کورونا د ناروغانو شمېره ۱۷۵ ته رسېدلې ده.
د چمن پوله او کورونا
د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د اپرېل پر دریېمه یوه غونډه وشوه.
په غوڼډه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي عسکرو ځايي مشرانو او سوداګرو ګډون وکړ.
په غوڼډه کې د پولې د خلاصیدو پرېکړه وشوه چې په نتېجه کې به یې د اپرېل پر شپږمه هغو کسانو ته د تګ اجازه ورکول کېږي چې د پولې تړل کېدو له امله بند پاته شوي ول.
د فېسبوک تبصرې