د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه تورخم ته په راوړو کې یې ٣٧ تنه کورونا وایرس لري


پر تورخم بندر پاکستانه ته پورېوتونکی هر وګړی کوارنټین کېږي
پر تورخم بندر پاکستانه ته پورېوتونکی هر وګړی کوارنټین کېږي

د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د تورخم پر دروازه افغانستان نه راوړل شوو ۳۷ پاکستانيو وګړو کې د کرونا وایرس تصدیق شوې او ټيسټونه یې مثبت راغلي دي. په دې کې زیاتره ټرانسپوټران او ډریوران دي او په لنډي کوتل کورنټین مرکز کې بستر دي.

په لنډي کوتل مرکزي روغتون کې د کرونا وایرس د مخنیوي څانګې انچارج ډاکټر عنایت شینواري مشال ريډیو ته وویل: موږ د لنډي کوتل کوارنټین مرکز د ۱۹۵ کسانو ټيسټونه لېږلي ول او په دې کې تر اوسه ۳۷ کسانو نتیجه مثبته راغلې، آیسولیشن وارډ کې مو اچولي، خواړه، غسلخانه، صابن او هر ډول سهولت مو ورکړې، د دې ټولو طبي حالت ښه دی، څوارلس ورځې به یې ساتو او چې نتیجې یی منفي راشي نو بیا به یې خپلو کورنو ته لېږو.''

د خیبر ډپټي کمشنر محمود اسلم وایي: ''اوس مو په دې فرنطینه کې موجودو کسانو ته په خپلمنځ کې د واټڼ ساتلو او احتیاطي تدابیرو خپلولو په سختۍ سره عمل کولو امر جاري کړې دې چې دا وایرس پکې نور خور نه شي.''

چارواکي وایي، په تېرو درېوو ورځو کې ټول اووه سوه کسان افغانستان نه پاکستان ته راوړل شوي او په لنډي کوتل، جمرود او شاکڅ کې قرنطینه کړل شوي دي او په تورخم دروازه د نورو پاکستاني وګړو د راتګ لړۍ په عارضي توګه ځنډول شوې ده، چې کله په دې مرکزونو کې ځایونه خالي شي نو نور کسان به بیا رااړول کیږي.

چارواکي وایي، چې کوم پاکستاني وګړي په کابل جلال آباد او هغې غاړې تورخم کې ګیر پاتې دي باید لومړۍ د پاکستاني کونسلېټ له خوا جوړ کړل شوو دفترونو کې ځانونه رجسټر کړي دي. دوی ته به په تورخم د اوړیدو وخت او نیټه زر اعلان کړل شي.

تر اوسه په خېبر پښتونخوا کې په ۱۱۷۳ کسانو کې او په ټول پاکستان کې په ۸۳۱۰ کسانو کې د کورونا وایرس تصدیق شوی. دا راز په دې هېواد کې د دې وایرس لوجې تر اوسه ۱۶۸ کسان مړه شوي او ۱۸۶۸ ترې روغ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG