د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان حکومت کې راغلي د اوړو او بورې بحران راپور خپرېږي


په پېښور کې د جنورۍ په مياشت کې د اوړو بحران (ارشيف)
په پېښور کې د جنورۍ په مياشت کې د اوړو بحران (ارشيف)

په پاکستان کې د اوړو او بورې بحران د ۲۰۱۹م کال په نومبر مياشت کې شروع شوي وو چې بيا په ۲۰۲۰م کال د جنوري په مياشت کې لا نور زيات شو. د جنوري په اخري کې د اوړو مالکانو د غنمو بيي زياتي کړي. د دي ترڅنګ د چيني يو کلو بيه هم له ۵۵ روپو څخه تر ۷۰ روپو وخته.

د اوړو او چيني بحران له وجې په جنوري او فرورۍ مياشت کې د ملک په ټولو برخو کې مظاهرې شوي وي او حکومت په دي بحران قابو موندلو لپاره ځينې رعايتونه هم اعلان کړي ول.

خو په ټول ملک کې د مظاهرو او د اپوزېشن ګوندونو له غوښتنو وروسته وزير اعظم عمران خان وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف ای اې) ته په فرورۍ مياشت کې د دې بحران په اړه د تحقيقاتو ويلي ول.

د فرورۍ په ۲۱مه له وزيراعظم دفتره په خپاره کړي بيان کې ويل شوي ول، تحقيقاتي کميټۍ به دا معلوموي چې د چيني پيداوار کم شوی وو او که د کارخانو مالکانو د خپلو شخصي ګټو لپاره دا مصنوعي بحران جوړ کړي وو.

د تحقيقاتي کميټۍ مشر واجد ضيا وو چې د (ايف ای اې) مشر دی. يادې کميټۍ د اپريل په څلورمه لومړۍ راپور خپور کړو.

د پاکستان په مطبوعاتو کې خپور شوي راپور هغه تفصيل ورکړل شوي وو چې په تير ۲۰۱۹ کال کې د بورې مالکانو له حکومته څومره سبسيډې/ رعايتونه ترلاسه کړي وو.

په يو بل راپور کې د هغو کسانو نومونه په ډاګه کړل شول چې د اوړو له بحرانه يې ګټه پورته کړي وه.

د بورې په اړه خپور شوي راپور کې ويل شوي چې د بورې له بحرانه دوو لويو کمپنيو ډير زياته ګټه پورته کړي وه.

په دې کې يو (جي ډبليو ډي) دي چې د وزيراعظم عمران خان نزدې ملګري او د واکمن تحريک انصاف مخکښ جهانګير ترين دي چې شپږ د بورې کارخانې لري. دغو کارخانو ته ۱۲.۲۸ فيصده برامداتو سبسيډې ورکړل شوي وه.

د دې ټول ماليت له درې اربه روپو زيات دي.

په همدغه راپور کې د دوهمې کمپنۍ تعلق مخدوم سيد احمد محمود سره دی.

په راپور کې دا هم راغلي ول چې د نورو کلونو پرتله تېر ۲۰۱۹م کال کې د بورې او اوړو پيداوار زيات وو خو د دي باوجود دا مصنوعي بحران رامنځ ته کړل شو.

په تحقيقاتي راپور کې د وفاقي وزير خسرو بختيار خپلوان مخدوم عمر شهريار، د مسلم ليګ ن چوهدري منير او د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پرويز الهې زوي مونس الهې نومونه هم شامل دي چې له دې بحرانه يې ګټه پورته کړي وه.

له مشال راډیو سره په خیرو کې په پېښور کې د مشرق ټيليويژن د خبرونو او روانو چارو مشر محمود جان بابر د اوړو او بورې بحران حتمي راپور به د واکمن تحريک انصاف ګوند لپاره لويه ننګونه وي.

ده زياته کړه:

(دا يو مشکل صورتحال دی. په دي راپور کې کومې پيسي يادي شوي هغه له اندازو ډيري زياتي دي. زما په فکر د دي راپور ځنډولو لپاره به لاري چاري لټول کېږي.)

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د اپريل په ۶مه د دې راپور خپريدو وروسته په خپل ټويټر پاڼه ليکلي وو چې وفاقي وزير خسرو بختيار وزارت ترڅنګ يې په کابينه کې بدلون راوستی دي.

وزيراعظم ويلي وو چې د ايف ای اې فرانزک راپور خپريدو وروسته به د هغو کسانو پرضد کارروايي کوي چې په دې بحران کې یې لاس درلود.

ټاکل شوي چې د ايف ای اې حتمي راپور د اپريل په ۲۵مه خپور شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG