د لاسرسي ځای

تازه خبر

ارتغرل ترکۍ ډرامه کلتوري یرغل او تشدد خوروي: چترالی


د ترکي د عثمانیانو پر تاریخ جوړه شوې یوه ډرامه چې نن سبا د پاکستان په قامي ټېلېویژن چېنل د ارتغرل غازي په نوم ښودل کېږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اپرېل په میاشت کې په خپلو مختلفو ویناګانو کې پر ولس د دغه ډرامې د کتلو غږ کړی وو.

وزیر اعظم دا هم وویل دی غواړي چې ولس دا هم وګوري چې د مسلمانانو یو داسې شانداره تاریخ هم پاتې شوی دې، او باید دوی ترې ځان خبر کړي.

دېرېلېش ارتغرل نن سبا له اردو ډبنګ سره په قامي ټېلېویژن چېنل ښودل کېږي. خو د پاکستان ځینو هنرمندانو او لیکوالانو په قامي ټېلېویژن چېنلو د بهرني مواد پر ښودلو تنقید کړی دې.

زما په فکر دا یو کلتوري یرغل دې چې موږ ولس ته د پرمختګ لاره د تشدد په شکل کې ښیو


ارټسټان وایي، باید د بهرنیو پرځای په ملکي او علاقایي اتلانو ډرامې او فلمونه جوړ شي چې خپل علاقایي هنرمندان پکې کار وکړي.

د پښتو ډرامو هنرمند او د پېښور پوهنتون یو استاد ډاکټر جمیل چترالی وایي خلکو ته داسې ډرامې، فلمونه یا ډاکیومنټریانو ښودل بده خبره نه ده خو باید دې ته هم وکتل شي چې دلته د ارټسټانو ژوند څنګه دی او حکومت د هنر د پرمختګ لپاره څه کوي:

" زما په فکر دا یو کلتوري یرغل دې چې موږ ولس ته د پرمختګ لاره د تشدد په شکل کې ښیو، دا ښه بیانیه نه ده. ځکه خو په دې ډرامه تنقید هم راروان دی."

زموږ بچي صلاح الدین ایوبي او محمد بن قاسم خو پېزني خو خپل اتلان لکه حاجي صاحب ترنګزۍ، باچا خان بابا،خپل خو شال خان ، دریا خان ، شیخ ملي او نور اتلان نه پېژني.


د اسلامیه کالج او پوهنتون د پښتو څانګې استاد،شاعر او لیکوال اباسین یوسفزی وایي د نورو هېوادونو تاریخي ډرامې یا فلمونه ښودل بده خبره نه ده خو باید دې ته هم وکتل شي چې زموږ ځوان کل د خپل تاریخ نه څومره خبر دي:

"له ترکي سره موږ ګډ اسلامي تاریخ لرو، نو دې کې څه بده خبره نه ده، دا زموږ د شریک تاریخ کیسې دي ، خو له دې سره دا هم ضروري ده چې زموږ بچو ته په نصاب او ټیلیوېژن خپل تاریخ وښودل شي. زموږ بچي صلاح الدین ایوبي او محمد بن قاسم پېژني خو خپل اتلان لکه حاجي صاحب ترنګزۍ، باچا خان بابا، خپل خو شال خان ، دریا خان، شیخ ملي او نور اتلان نه پېژني. بله دا چې په ټیلیوېژن چینلو پردۍ ډرامې او پروګرامونه ښودل کیږي خو خپل هنر مندان يې بې روزګاره کیږي، دوی له به څوک کار نه ورکوي، ځکه چې په ټیلیوېژن چېنلو به د دوی د برخې وخت بهرني هنرمندان اخلي."

د ترکي دا تاریخي ډرامه د ارتغرل غازي په نوم په پاکستان کې د اردو ډبنګ سره ښودل کیږي. دا ډرامه د خلاف عثمانیه د مشر عثمان پر پلار جوړه شوې ده چې په ۱۳مه صدی کې د ترکانو د کای قبیلې مشر وو.

څېړنکار او د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې استاد ډاکټر محمد سهېل وایي په پاکستان کې یوه داسې ډرامه ښودل او یا جوړول څه نوې خبره نه ده چې پکې د نورو قامونو اتلان ښودل شوي دي، داسې پخوا هم شوي دي.

"په کوم وخت کې چې په پاکستان کې یو ټېلېویژن چېنل وو نو په هغه وخت کې هم نسیم حجازي او نورو لیکوالانو ته به د جهادي موادو د لیکلو وییل کېده. دلته زموږ په سیمه کې حاجي صاحب ترنګزی د پښتنو یو لوی اتل پاتې شوی دی.''

هغه زیاته کړه،ترنګزی صاحب یو لوی اصلاحي تحریک وو، د هغه په ټول تحریک کې ۲۰ فیصده جهاد او ۸۰ فیصده د ټولنې د اصلاح او ښېګړې خبرې وې، دلته په پېښور کې یو لیکوال عزیز جاوېد ته حکومت پېسې ورکړې او پر هغه یې یو کتاب ولیکو، او په دغه کتاب کې یې دا ثابته کړه چې حاجي صاحب یو لوی مجاهد وو او پر تاسو هم جهاد فرض دې.

نوموړی وايي، د دغه کتاب ۵۰۰۰ کاپۍ چاپ شوې او د صوبې هر سکول او لایبریرۍ ته ورسېدې. د مومندو په لکړو کې د حاجي ترنګزو پر مزار په سرکاري توګه عرس هم پېل شو، خو چې کله د جېنوا تړون وشو، جهاد ختم شو، نو د حاجی ترنګزۍ صیب په مزار عرس هم ختم شو.نو دا څه نوې خبره نه ده.

بلخوا د تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی محمد بشیر خان وایي د داسې ډرامو مقصد مسلمانان د خپل تاریخ نه خبرول دي: ((که نن دلته داسې پروګرامونه یا ډرامې ښودل کیږي چې پکې د مسلمانانو تاریخ او د هغه وخت د حکمرانانو په اړه مالومات ورکول کیږي نو دا یوه ښه خبره ده.))

خو څېړونکي وایي، په پاکستان کې پخوا هم په بهرنیو اتلانو لکه محمد بن قاسم، صلاح الدین ایوبي، طارق بن زیاد او ځینو نورو ډرامي او فلمونه جوړې شوي دي، او پر یو شمېرو نورو کتابونه او افسانې لیکل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG