د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل رسنوالو ته ویلي چې ۹۰۰ طالب بندیان یې خوشې کړل. تر دې وړاندې په دوشنبه هم افغان حکومت یو سل بندي طالبان پرېښول.
تر دې وړاندې نن سهار افغان چارواکو ویلي ول ۲،۰۰۰ طالب بندیان له بګرام او پلچرخي زندانونو ازادوي.
د افغانستان ملي امنیت شورا ریس انتظار خادم مشال راډیو ته ویلي ول چې چې د بندیانو ازادول سولې ته د لارې لنډولو په موخه کوي.
د ده په خبره تر اوسه د طالبانو لهخوا ۲۴۵ افغان ملکي او نظامي بندیان ازاد شوي دي.
تر څو اوونیو سختو بریدونو او جګړو وروسته چې له املهيې د بنديانو د خوشې کولو او تبادلې لړۍ هم درېدلې وه طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ او ولسمشر محمد اشرف غني يې په غبرګون د اختر په لومړۍ ورځ د ۲ زرو نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو حکم وکړ.
وړاندې هم ولسمشر غني د ۱،۵۰۰ طالب بندیانو د ازادېدو حکم کړی و چې بيا يې تر زرو طالب بندیان خوشې کړل.
که څه طالبانو تر دې دمه د ۹۰۰ خوشې کېدونکو طالب بندیانو په اړه زموږ د پوښتنې په ځواب کې څه نهدي ویلي، خو د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین مخکې له دې په خپله ټویټرپاڼه د ولسمشر غني له لوري د دغه اقدام هرکلی کړی و او لیلکي يې و چې په دې سره به د بینالافغاني مذاکراتو د پیل لپاره د باور فضا رامنځته شي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا غړی محمد امین وقاد وایي چې د بندیانو له تبادلې سره به ژر تر ژره د بینالافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي.
ښاغلی وقاد زیاتوي: "لومړی دا چې دوه زره طالب بندیان ازاد شي او اوس دا چې په یو ځایي به ۹۰۰ طالبان خلاصېږي دا د نېکۍ پر سر نېکي ده چې ولسمشر وکړه او د سولې د مذاکراتو د پیل لپارهیې دروازه خلاصه کړه، موږ یې هرکلی کوو، اوس له طالبانو هم غواړو چې هغوی دې هم بینالافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، اوربند دې وکړي او چې مذاکرات پیل شي په هېواد کې دې هېڅ ډول حمله نهترسره کوي."
د روان ميلادې کال د فبرورۍ په ۲۹مه نېته د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوې هوکړې له مخې بايد افغان حکومت ۵،۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱،۰۰۰ بنديان ازاد کړي چې دا لړۍ عملاً پیل شوې ده.