د لاسرسي ځای

تازه خبر

که مو حکومت د هنرمندانو مرسته نه کوي، استعفا ورکوم: شوکت یوسفزی


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا هنرمندان او ارټسټان وایي دوی په تمه وو چې صوبایي حکومت به ورسره د کورونا وایرس په موجوده وبایي صورتحال کې مالي مرستې وکړي خو خبر شول چې تېره اونۍ د صوبې وزیر اعلا له دوی سره د مالي مرستو سمري رد کړه.

هنر مندان وایي د حکومت دغه فیصلې سخت خپه کړي دي. دوی وایي د کورونا وایرس د وبایي صورتحال له وجې یې هنري هلې ځلې په ټپه درېدلي دي.

دوی وایي که حکومت ورته مالي مرستې اعلان نه کړې نو په احتجاجونو پېلولو به مجبوره شي.

د پښتو ډرامو هنرمند او د صوبې د هنرمندانو د یو سازمان د هنر وارثان مشرارشد حسېن مشال راډیو ته وویل ګڼو هنرمندانو سره د روژې او اختر لپاره پېسې نه وې، او له حکومته یې د دوی سره د مرستو غوښتنه کړې وه خو ونه منل شوه:

''موږ د صوبې د وزیر عله او د حکومت دې فېصلې سخت خپه کړې یو، موږ به ټول یو زر کسان نه یو، خو ریاست زموږ د یو زرو کسانو سره هم مرسته نه شي کولی. موږ ټېکس ورکوو، د پنجاب حکومت د خپلو هنرمندانو لپاره د میاشتې ۲۰زره روپۍ منظورې کړې خو زموږ لپاره هیڅ نشته ،او زموږ وزیر اعله زموږ د مالي مسلو نه ناخبره ده. ولې موږ د دې ریاست حصه نه یو، هنر مندان په ټولنه کې مینه او خنداګانې خوروي،خو حکومت زموږ اړخ ته هیڅ پام نه کوي، او له دوی سره د مالي مرستو د ردولو حکومتي فېصله یو غېر انساني عمل ګڼي.''

زموږ وزیر اعله زموږ د مالي مسلو نه ناخبره دې. ولې موږ د دې ریاست حصه نه یو

ارشد حسېن دا هم وایي په صوبه کې له تېرو څو کالونو راهېسې د هنرمندانو کارروزګار هم خراب شوی وو او اوس خو د کورونا وایرس له وجې هر څه په ټپه درېدلې دي.

د پښتو فلمونو یو هنر مند امان وایي له تېرو ۵۰ کالونو راهیسې د شوبز سره تړلی دې، ډېر ملګرې یې لوږې تږې تېروي. نوموړی وایي باید حکومت د سنیر هنرمندانو لپاره تر اوسه د مرستو یو ټول عمري پېکج اعلان کړی وی:((زه دا فکر وړی یم چې حکومت زموږ مسلو ته ولې پام نه کوي، ماته د موجوده مالي فنډ مالومات نشته، خو زموږ پخواني فنډونه هم له دوی سره پراته دي، موږ خپله اوس نه پوهیږو چې چرته لاړ شو او چاته خپله خبره وکړو، ستاسو هم مننه چې پر دې مسله مو له موږ سره خبرې وکړې))

که زما حکومت له هنر مند سره مرسته نه شي کولی نو استعفا ورکوم

د صوبې د وزیراعله دفتر په دې اړه له مالوماتو ورکولو ډډه کړه، خوا د خیبر پښتونخوا د کلتور او ثقافت وزیر شوکت یوسفزی وایي د صوبې وزیر اعله ته یې د هنر مندانو سره د مالي مرستو کولو یوه سمري دوه وارې لیږلې چې وزیراعله ورسره ونه منله. نوموړی وایي که حکومت یې له هنرمندانو سره د څلورو کرړو روپو مالي مرستې نه شي کولی نو د خپل وزارت نه به استعفا ورکړي: ((ما دوه وارې دا سمري ولېږله، نه پوهېږم چې د بیوراکرسي له وجې دا مسله راځي، پر دې خو دونه زیاتې پېسې نه لږې، صوبې ته ډېرې لویې لويې پروژې راځي، نو باید چې د هنرمندا برخه هم پکې وي ځکه چې دوی له ډېرو مالي مسلو سره مخ دي، زه یو درې ورځې دې ته ګورم، او وزیراعظم ته هم پېغام لېږم،که نه کیږي نو استعفا ورکوم.))

هنر مندان وایي د پاکستان تحریک انصاف ګوند صوبایي حکومت په خپل لومړني دور کې د دوی لپاره د میاشتې ۳۰ زره روپۍ مختص کړې وې خو د یو څو میاشتو وروسته یې هغه هم بندې کړې. بلخو شوکت یوسفزی وايي هغه یوه پروژه وه چې له بهرنه ورته دغه پېسې ورکړل شوې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG