د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلار مې هم کورونا وهلی وو خو همت مې و نه بایللو: فضل مالک


پيښور کې روغتياپالان د يو کس تبه ګورئ.
پيښور کې روغتياپالان د يو کس تبه ګورئ.

''ما، په زړه کې ويل، چې د مرض نشاندهي وشوه، اوس به مې علاج هم وشي.''

دا خبره په سوات کې له کورونا وایرسه پوخ شوي ۵۳ کلن فضل الرحيم کوي.

نوموړي وايي،چې د کورونا وايرس ټيسټ مثبت راتلو وروسته قرنطين شو او بيا په هسپتال کې داخل شو خو د رنځورۍ به دې ټوله موده کې یې خپل همت و نه بایللی.

ده وويل: ''دا خلک له دې دومره وېرېدلې دي چې هله ده ته کورونا وشوه. نو کورونا به خطرناکه وي خو هغه کسان ۷۵ فيصده حوصله وبايلي. دوی بې حوصلې شي او هغه نوره هم ستونزه جوړوي. زما به ۱۰۴ تبه وه، زما ټيسټونه وشو او کله چې مې ټېسټ مثبت راغلي نو خپل ورو ته وويل چې د ويرې خبره نشته. ما ورته وويل چې د هر څه علاج شته او دويم خبره د احتياط ده. په هسپتال کې داخل شومه او اوس بيخې روغ يمه.''

زمه کورونا وايرس ټيسټ مثبت راغلي و خو احتياط او علاج سره روغ جوړ شومه: فضل المالک


د فضل الرحيم غوندې د چارسدې عزيزخېلو اوسېدونکې ۳۰ کلن فضل المالک او د هغه پلار هم کورونا وايرس وهلي ول. دی وايي، د وېرې باوجود يې خپل پلار هسپتال ته بوتلو او د کورونا وايرس ناورغۍ علاج يې وکړ.

فضل المالک زياتوي، ''د کورونا وایرس په اړه ابهامونه او ویرې باید له زړونو وباسو، دا دی د احتیاطي تدابیرو په خپلولو سره مې او پلار زه داوړه روغ شولو.''

فضل المالک دا دی عادي ژوند ته راګرځېدلی دی خو د خيبر پښتونخوا په ځينو سيمو کې اوس هم داسې کسان شته چې خپله ناروغي پټوي.

په دې وروستيو کې په سوات کې يوه استاده په کورونا ناورغۍ اخته شوې وه خو د راپورونو ترمخه خاوند يې روغتون ته له وړولو انکار کړی وو، چې وروسته په خپل کور کې مړه شوه. همدغه شان پيښې د پيښور ښار په ځينو نورو سيمو کې راپور شوي دي.

د خيبر پښتونخوا صحت محکمې مشر ډاکټر اکرام الله چې له کورونا ناروغۍ روغ راوتی وايي، په ټولنه کې دا مسله موجوده ده چې څوک کورونا ناورغۍ اخته شي نو د پټولو کوشش يې کوي.

دی زیاتوي، په شروع کې به په شخصي ليبارټریانو کې ټيسټونه وشو، نو خلکو به هغه غايب کړل او پته به يې نه لګېدله.

د ده په خبره ځکه خو یې اوس پر ډېرو ليبارټریانو پابندي لګولي ده چې هغوي به ټيسټونه نه کوي. کومې ليبارټرې ټيسټونه وکړي نو هغه به صحت محکمې سره شريکوي.

ډاکټر اکرام الله وايي، دا خبره سمه ده چې په ټولنه کې ډېر داسې خلک شته چې په کورونا وايرس ناورغۍ اخته شوي، خو نه ټيسټ کوي او نه هم هسپتال ته ځي.

نوموړي وویل، چې د کورونا وايرس په باب د پوهاوي په لړ کې يو مثبت کمپاين روان وي، خو ورسره په څنګ کې منفي پروپاګند کېږي.

د صحت محکمې چارواکې وايي، د کورونا وايرس ناروغي پټول سل په سله د ګيرچاپير خلکو ژوند په خطر کې اچولی شي.

د دوی په خبره که څه هم د کورونا وايرس علاج نه دی موندل شوی خو له احتياط سره د دې ناورغۍ مخنيوي ممکن دی.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د نورو مياشتو پرتله په مې مياشت کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېره زياته شوي ده.

په دې کې په خيبر پښتونخوا کې تر ټولو زيات کسان مړه شوي دي.

د پاکستان سرکارې ويبپاڼې ترمخه د مې تر ۲۹ پورې په ملک کې د کورونا مثبتو پېښو شمېر له ۶۴،۰۰۰ زيات شوي. د کوويډ ۱۹ ناورغۍ له وجې له ۱۳۰۰ زيات کسان مړه شوي او له ۲۲،۰۰۰ زيات ترې پاخه شوي دي.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:19 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG