د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د کورمې له پاس مېلې سیمې دې ماینونه ټول کړل شي"


د کورمې د ګنداو سیمې یو عکس
د کورمې د ګنداو سیمې یو عکس

پېښور – د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې کورمې په پاس میله کې د ځايي مشرانو پر غوښتنه پوځ هلته ښخ کړل شوي ماینونو د پاک والو لپاره عملیات کوي.

د ملیشی ځواک ضلعي کمانډنټ جمیل الرحمان د جون پر ۱۳مه سیمې ته ورغلی او هلته یې ځايي مشرانو ته دا ډاډ ورکړی چې ډیر زر به یاد علاقه له ماینونو پاکه کړل شي.

ځايي مشر فضل سبحان مشال راډیو ته وویل چې دا غوښتنه دوي ځکه کوي چې هلته وخت په وخت بمونه چوي او خلکو ته ځاني زیانونه رسوي.

تر عملیاتو وروسته سیمه پاکه شوې وای نو اوس به چاودنې نه کېدې
روف صابر

که څه هم په منځني کورمه کې د وسله والو طالبانو خلاف تر عملیاتو وروسته پوځ د ماینونو او بمونو د پاکه والو لپاره مخکی هم عملیات کړي خو بیا هم هلته په لنډو ورځو کې په درې بېلا بېلو ځایونو کې بمونه او ماینونه میندل شوي‌ دي.

په دې کې دوه بمونه شنډ کړل شوي‌ خو دریم چاودلی چې له کبله یې یو تن وژل شوی هم وو.

یو بل ځايي مشر محمد اسماعیل وايي، د پاړه چمکني په مختلیفو علاقو کې د ځمکې لاندې بمونه یا ماینونه ښخ دي چې تری نه یوازې ژوند خوندی نه دی بلکی د سیمې امن یې هم په خطر کې اچولی دی.

په ۲۰۱۳ کال کې د وسله والو طالبانو لخوا د پاړه چمکني پر یو شمېر علاقو تر قبضې وروسته پوځ هلته عملیات پیل کړل چې تر دوو میاشتو پس ټوله سیمه له وسله والو واخیستله او امن یې بحال کړی وو.

د پاس مېلې اوسېدونکی او مدنی فعال روف صابر وايي، که علاقه یې تر عملیاتو وروسته له ماینونو پاکه شوې وای او بیا یې د خلکو واپسي کړې وای نو اوس به داسې پېښې نه کېدې.

د ملیشې ځواک کمانډنټ جمیل الرحمان د خپل سفر پر مهال په چاودنه کې د مړ شوي تن عابد الله کورنۍ لپاره یو لک نغدې او دوه لکه نورې روپۍ معاوضه اعلان کړې ده.

نوموړي‌ د وژل شوي‌ کس له کورنۍ سره په ملیشه ځواک کې د نوکرۍ وعده هم کړې ده.

پوځي چارواکي دا هم مني چې هلته د عملیاتو پر وخت ماینونه او بمونو تر ځمکو لاندې پاتې شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG