د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوی اختر څارويوو خرڅلاو لپاره نوې لارښوونې


د ۲۰۱۸ تصویر: يو سړی د قربانۍ لباره غوايي بيايي
د ۲۰۱۸ تصویر: يو سړی د قربانۍ لباره غوايي بيايي

په خېبر پښتونخوا کې حکومت د غټ اختر تر راتګ مخکې د څارويوو خرڅوونکو لپاره نوي احکامات جاري کړي دي. د چارواکو په وېنا دا کار د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره شوی دی.

صوبايي حکومت په منډیانو کې د کورونا او کانګو وایرس د مخنیوي لپاره امر کړی چې دا ځل به د پخوا په پرتله د څارويوو منډيانې کمې او د لږې ګڼې ګوڼې والا وي. د بلدیاتو محکمې مرستيال مشر، سید رحمان مشال ریډیو ته د جون په پینځمه وويل چې د نوو لارښوونو هدف د ولس د صحت حفاظت کول دي.

هغه زياته کړه: ((حکومت به په ټينګه دا احکامات عملي کوي.))

نوي احکامات:

  • په غټو ښارونو کې دننه به په منډيو لګولو بندیز وي.
  • د منډيو شمیره او دورانیه به يې زیاته وي.
  • د ماشومانو او د پنځوسو کالو نه زیات عمر لرونکو کسانو ته به اجازه نه وي چې منډيي ته ورشي.
  • په منډيي کې د ماسک اغوستل لازمي دي
  • منډيي په مخ کې به د لاس مينځلو سهولت موجود وي
  • خلک به له يوه بله فاصله ساتي.

لوی اختر ښايي د روانې جولایي مياشتې په اخره کې وي. چارواکي وايي د کورونا وایرس تر څنګ د کانګو وايرس له خورېدو هم ويريږي. د خېبر پښتونخوا د لایو سټاک یا د څاروو د څارنې ادارې ډاکټر اسد علي شا مشال ریډیو ته وويل چې د تېر کال په شان يې دا ځل هم د لوی اختر تر راتګ مخکې په دې لړ کې ځيني ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي د جولايي په پينځمه مشال راډيو ته وویل: ((د کانګو وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د ضلعو ترمنځ پر لارو چيک پوسټونه لګوو. د دوايانو سپرې کوو. د څارويوو د حلالېدو په ځای کې هم د جراثیمو ضد دوا پاشو.))

د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د پاکستان حکومت په بېلابېلو ځايونو کې سمارت لاک ډاون ياځيرک ټولبند پېل کړی دی. دا په دې مانا چې ځينو هغو ځايونو ته پء تګ راتګ بنديز لګول شوی له کومه څايه چې د کورونا وارس ډېرې پېښې راپور شوي دي.

XS
SM
MD
LG