د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهدا فورم: پر ارمي پبلک سکول دې د برید حقایق په ډاګه شي


پر ارمي پبلک سکول برید کې د وژل شوي عذیر مور د خپل زوی انځور ګوري.
پر ارمي پبلک سکول برید کې د وژل شوي عذیر مور د خپل زوی انځور ګوري.

د پېښور د ارمي پبلک سکول شهدا فورم وايي، پلټونکې ډلې باید جزیات ښکاره کړي وای، ځکه هغوی کله هم دا غوښتنه نه وه کړې چې راپور دې په پټه سپریم کورټ ته وسپارل شي.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ښوونځي په وسله وال برید کې ۱۵۲ کسان وژل شوي ول چې پکې ۱۳۲ یې زده کوونکي ول.

تحریک طالبان پاکستان د هغه برید ذمه واري منلې وه.

پر پيښور ارمي پبلک سکول د برید د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن پر درو زرو پاڼو مشتمل تحقیقاتي راپور د جولای پر نهمه سپریم کورټ ته وسپارل شو.

د کمېشن ویاند عمران الله خان د جولايي پر ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل دا پلټنیز راپور د ۱۰۱ کسانواو د شاوخوا ۳۱ پوځیانو، پولیسو او د نورو چارواکو د بیانونو پر اساس جوړ شوی دی.

د شهدا فورم غبرګون

د پیښور پر ارمي پبلک سکول ترسره شوي برید کې د وژلو شوو او د زخمي شوو ماشومانو پر میندو او پلرونو مشتمل تنظیم شهدا فورم وايي کمېشن له پکار دي چې حقایق را برڅېره کړي.

د شهدا فورم مشر فضل خان ایډوکیټ مشال راډیو ته وویل، باید هغوی ته د تحقیقاتي راپور جزیات په ډاګه کړل شي:

"موږ کله هم دا غوښتنه نه وه کړې چې راپور دې په بند شکل کې سپریم کورټ ته ورکړل شي بلکې موږ دا غوښتل چې کوم کوم خلک په دې واقعه کې ښکیل وو هغوی ته دې سزا ورکړل شي."

د پلټنو د کمېشن ځواب

د کمېشن ویاند عمران الله خان د جولايي پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، دا د سپریم کورټ اختیار دی چې د تحقیقاتي راپور جزیات په ډاګه کوي او کنه:

"دا راپور د کمېشن مشر جسټس محمد ابراهیم سپریم کورټ کې جمع کړی دی. دا زموږ نه بلکې د سپریم کورټ اختیار دی چې هغوی دا په ډاګه کوي او کنه؟ موږ خپل کار وکړ او بند راپور مو سپریم کورټ ته ورکړ."

د انصاف او حقایقو په ډاګه کولو غوښتنې

د برید ښکار شویو د کورنیو غړو تر دې وړاندې هم په وار وار مشال راډیو ته ویلي، دا باور نه لري چې د کمېشن رپورټ به ورسره د انصاف لامل وګرځي.

په پېښور کې خبریال شمیم شاهد وايي، په تېرو وختونو کې په پاکستان کې د ځینو پېښو د پلټنو لپاره کمېیشنونه جوړ شوي دي خو څه نتیجې یې مخې ته نه دې راغلې.

"زه فکر نه کوم چې د دې کمېشن د رپورټ تفصیلات به په ډاګه شي ځکه چې په دې پر حکومتي چارواکو او ادارو ټکونه شوي دي."

د پېښور های کورټ د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه د قاضي محمد ابراهیم خان په مشرۍ یو کسیز پلټنیز کمېشن جوړ کړی وو چې د اکتوبر پر ۱۹مه یې خپل کار پیل کړ.

پر ارمي پبلک سکول برید کې د زیاتره وژل شوو ماشومانو میندې پلرونه شکایت کوي چې د برید پنځه نیم کاله وشول خو تر اوسه ورسره انصاف و نه شو.

حکومتي ژمنې

پر دې او د کمېشن په اړه مو له حکومتي چارواکو سره د خبرو هڅې وکړې خو بریالي نشو.

البته پر ارمي پبلک سکول له برید وروسته د پاکستان سياسي او پوځي مشرولۍ د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره قامي تګلاره ېا نېشنل اېکشن پلان جوړ کړ، د دې ترڅنګ په هېواد کې يې د پانسۍ له سزا بنديز پورته کړ او د ۲۰۱۵م کال په جنورۍ مياشت کې حکومت د اييني ترميم وروسته د ترهګرو پرضد مقدمو لپاره ځانګړي پوځي عدالتونه هم جوړ کړل.

تیرکال د دسمبرپر ۱۶مه د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ویلي ول، پر ارمي بپلک سکول په برید کې ککړو پنځو وسله والو ته یې د پوځي عدالتونو له لارې د اعدام سزا ورکړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG