د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ارمي پبلک سکول برید پلټنیز رپورټ سپریم کورټ ته سپارل شوی


په برید کې زیاتره وژل شوي زده کوونکي ول
په برید کې زیاتره وژل شوي زده کوونکي ول

د پېښور د ارمي پبلېک سکول برید د پلټنو عدالتي کمېشن خپل رپورټ سپریم کورټ ته وړاندې کړی دی.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ښوونځي په وسله وال برید کې ۱۵۲ کسان وژل شوي ول چې پکې ۱۳۲ یې زده کوونکي ول.

تحریک طالبان پاکستان د هغه برید ذمه واري منلې وه.

د پېښور های کورټ د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه د قاضي محمد ابراهیم خان په مشرۍ یو کسیز پلټنیز کمېشن جوړ کړی وو چې د اکتوبر پر ۱۹مه یې خپل کار پیل کړ.

د کمېشن ویاند عمران الله د جولای پر نهمه په پېښور کې خبریالانو ته وویل، په تحقیقاتي رپورټ کې مهم اسناد هم شامل دي خو نور تفصیل یې ورنکړ.

تر دې مخکې نوموړي د جون پر پېنځمه مشال راډیو ته ویلي ول چې په رپورټ کې په برید کې د وژلیو او ژوبلو زده کوونکو د کورنیو د غړو او د ملکي او امنیتي چارواکو په ګډون د شاوخوا ۱۵۰ کسانو بیانونه شامل دي.

دا رپورټ ۳،۰۰۰ پاڼې لري چې په جون کې بشپړ شو.

د برید ښکار شویو د کورنیو غړو د جون پر پېنځمه مشال راډیو ته ویلي ول چې دا باور نه لري چې د کمېشن رپورټ به ورسره د انصاف لامل وګرځي.

پېښور سکول برید: یو کال وروسته - د مشال راډيو ځانګړې پاڼه

خو حکومت ژمنه کړې وه چې په حمله کې به ککړ کسان عدالت ته وړاندې کوي.

تر برید وروسته، په ۲۰۱۵ز کال کې د پاکستان د هغه وخت حکومت د ترهګرۍ ضد ۲۰ نکاتي تګلاره (نیشنل اېکشن پلان) جوړ کړی وو، د مرګ ځنډېدلې سزاګانې یې بیا بحال کړې وې او پارلېمان په بریدونو کې ککړو کسانو ته د سزا ورکولو په موخه د پوځي عدالتونو جوړولو منظوري ورکړې وه.

د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو سازمانونو د مرګ پر سزا د بندیز پر لیرې کولو او د هېواد عدلیې په موجودګۍ کې د پوځي عدالتونو پر جوړولو انتقاد کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG