د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم د خپلو سلاکارانو شتمنۍ او شهریتونه ښکاره کړل


وزیراعظم عمران خان د کابینې د غونډې مشري کوي، انځور د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د ۲۵مې نېټې دی.
وزیراعظم عمران خان د کابینې د غونډې مشري کوي، انځور د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر د ۲۵مې نېټې دی.

د پاکستان کابينې ډويژن د جولای پر ۱۸مه د وزيراعظم د۲۰ مرستيالانو او سلاکارانو د شمتنیو او غبرګو شهريتونو په اړه تفصيلات خپاره کړل.

د کابينې ډويژن پر ويبپاڼه د خپرو شوو معلوماتو سره سم په کابينه کې شامل ۱۹ سلاکاران غيرمنتخب دي او په دې کې ۵ غبرګ شهريت لري او دوه يې په امريکا کې د اوسېدو او د کار دایمي اسناد يعني ګرين کارډونه لري.

په دې کې د پيټروليم سلاکار نديم بابر او د توانايۍ سلاکار شهزاد قاسم د امريکا شهريت لري. همداراز د بهر ميشتو پاکستانيانو د چارو سلاکار سيد ذوالفقار عباس بخاري د بريتانيا، د پارليماني همکاريو سلاکار نديم افضل ګوندل د کېنېډا او د ډيجيټل پاکستان سلاکاره تانیه شاهد اېدروس هم د کېنېډا شهرلت لري.

د قامي سلامتيا سلاکار معيد يوسف او د سياسي چارو لپاره سلاکار شهباز ګېل د امريکا ګرين کارډونه لري.

د پاکستان وفاقي حکومت د سلاکارانو او مرستيالانو په اړه تفصيلات په داسې حال کې خپاره کړي چې اپوزیشن ګوندونو تر دې وړاندې په وار وار ويلي ول چې واکمن تحريک انصاف ګوند دې هغه کسان په ډاګه کړي چې غبرګ شهریت لري.

په پارليمان کې ډير قابل کسان موجود دي، هغه ورته په نظر نه راځي
شنونکی او خبریال عامر متین


په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي عامر متين د جولای پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل، له بهره د تکړه او مسلکې کسانو راغوښتل څه بده خبره نه ده خو په دې کې ځېني مسلې موجودې دي:

"په دې وروستيو کې سپريم کورټ د غبرګ شهريت مقدمه په تفصيل سره اورېدلې وه. عدالت ويلي وو چې په هغو وزارتونو يا محکمو کې چې حساسه وي او پالېسياني جوړيږي هلته به غبرګ شهريت لرونکي کسان نه ګومارل کېږي. خو حکومت په دې لړ کې کومه پالېسي نه ده جوړه کړې. دويمه دا چې که په پارليمان کې قابل يا وړ کسان نه وي نو له بهره کسان راغوښتل کېږي خو دلته مسله دا ده چې په پارليمان کې ډير قابل کسان موجود دي، هغه ورته په نظر نه راځي."

واکمن ګوند تحریک انصاف ۲۶ وفاقي وزيران او څلور د مملکت وزيران لري خو د سلاکارانو او مرسيتالانو شمير يې ۲۰ دی. شنونکی عامر متين وايي، حکومت بايد په دې لړ کې يوه واضحه پالېسي جوړه کړي.

"چا چې هم ګرين کارډ يا پاسپورټ اخستی وي نو هغه د خپل ملک او د بل هېواد څخه د اخېستل شوي حلف يا سوګند سرغړونه کوي. که چېرې تاسو د امريکا يا د بريتانيا سوګند اخستی وي چې لومړيتوب به د هغه هېواد وي نو بيا خو به پوښتنې راپورته کېږي. دا قانوني او اخلاقي مسله ده او پر دې فيصله پکار ده."

د کابيني ډويژن په ويبپاڼه د وزيراعظم د سلاکارانو شهريت ترڅنګ د شتمنيو تفصيلات هم ورکړل شوي چې په کې د نديم بابر په پاکستان او امريکا کې د شتمنيو ټول ماليت ۱۰کروړه، د ذوالفقار بخاري په بريتانيا او پاکستان کې جايدادونه، د معيد يوسف ۱۰ کروړه، شهباز ګل ۱۱کروړه او شهزاد ارباب ۱۰ کروړه روپيو شمتني لري.

د بيوروکريټانو او جرنيلانو شتمنۍ هم په ډاګه کول پکار دي.
شنونکی او خبریال عمر چیما


همداراز د اطلاعاتو او خپرونو لپاره د وزيراعظم سلا کار جنرل ريټاريرډ عاصم سليم باجوه د ټولو شتمنو ماليت يو ارب او ۴۰ کروړه روپيو دی. د احتساب لپاره د سلاکار شهزاد اکبر ۵ کروړه، د خزاني سلاکار ډاکټر عبدالحفيظ شيخ ۳۰ کروړه، د اقليمي بدلون سلاکار ملک امين اسلم ۱۴ کروړه او د پارليماني چارو د سلاکار ډاکټر بابر اعوان ۱۱کروړه روپو شتمنۍ لري.

په اسلام اباد کې مېشت خبريال او شنونکي عمر چيما د جولای پر ۱۹مه مشال راډيو ته وويل، حکومت غوره اقدام کړی چې د دغو کسانو شتمنۍ يې ډاګه کړې او دا لړۍ بايد جاري وساتل شي.

"د بيوروکريټانو او جرنيلانو شتمنۍ هم په ډاګه کول پکار دي. ګورئ د جنرل باجوه شتمنۍ مخې ته راغلې نو موږ ټولو ته معلومه شوه چې کله ۳ ستوري لرونکی جنرال ريټاريرډ شي نو څومره شتمن وي او څومره پلاټونه ورته ملاو شوي وي؟ تر کومې چې د غبرګ شهريت خبره ده نو زما په فکر بايد هغه کس له پکار ده چې د بل هېواد شهريت ختم کړی. موږ له ډيرې مودې راهيسې دا ګورو چې ځيني کسان له بهره پاکستان ته ځکه راځې چې خپله CV ښه کړي او دا وښيي چې په پاکستان کې په لویو څوکیو پاتي شوی دی."

عمر چيما پوښتنه راپورته کړه، که چېرې دغه سلاکاران له عهدو لرې کړل شي نو ايا بيا به هم هغوی په پاکستان کې پاتې شي او که نه؟

د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز د جولای پر ۱۸ مه پر ټويټر پاڼه ليکلې وو چې د وزيراعظم عمران په هداياتو د ټولو سلاکارانو او مرستيالانو شتمنۍ پر ويبپاڼه خپاره شوې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG