د خوست پخوانی والي استاد حکیم تڼیوال چې څوارلس کاله مخکې د ۲۰۰۶ز کال د سپټمبر په ۱۳مه د پکتیا په مرکز ګردیز کې له ځینو ساتونکو سره یوځای په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، ۱۴م تلین یې په خوست ښار کې ولمانځل شو.
د دې غونډې چمتوکوونکي وايي، چې دولت دې د هېواد د ګردو ملي څهرو تلینونه ولمانځي چې دا به نه یوازې د هغه شخصیت سرښندنې ولس ته ور په یاد کړي بلکې له دې سره به راتلونکې کهول په خپلو ملي اتلانو خبر شي.
د خوست د پخواني والي او د پوهنتون استاد حکیم تڼیوال تلینغونډې ته ویناوالو د هغه د شخصیت پر بیلابیلو اړخونو خبرې وکړې.
مدني فعال میرناګل تڼیوال وویل، حکیم تڼیوال ته چې کله د خوست د والي په توګه مسوولیت وسپارل شو، د بیلابیلو ايډیولوژیو او فکرونو لرونکي کسان يې سره یو ځای کښېنول.
سیاسي فعال فضل جان جهش بیا مرکزي حکومت ته وړاندیز وکړ، چې په پلازمینه کابل کې دې یوه سیمه او یا یو علمي او فرهنګي مرکز د حکیم تڼیوال په نوم ونوموي. د غونډې کوربه نواب امیرزي مشال راډیو ته وویل خوستي سوداګر او روڼ اندي د ولایت په کچه په یوه سالون کې د دې ولایت او هېواد د مشهورو شخصیتونو د انځورونو له لګولو او وروسته په همدې توګه د هغوی په یاد د یوې پراخې لمانځغونډو جوړولو پلان لري.
زرکمداد معلمیار چې د تڼیوال له نږدې همکارانو څخه وو، په خپلو خبرو کې وویل، له تڼیوال څخه پخواني ولسمشر حامد کرزي وغوښتل، چې د خپل ولایت لپاره څه غواړي، نو هغه ورڅخه دې ولایت ته د پوهنتون د لیږد لپاره د امر غوښتنه وکړه، چې ومنل شوه.
یاده دې وي، استاد حکیم تڼوال د طالبانو د حکومت له سقوط وروسته، د دې حکومت په اولو کلونو کې د خوست والي، د معدن او صنایع همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزیر په توګه دندې ترسره کړې، چې وروسته نږدې دوه کاله د پکتیا والي وو.
حکیم تڼیوال په خوست کې حکومتوالي منظمه او د ولایتي ادارې او مرکزي حکومت اړیکې تنظیم کړې.
ده دې ولایت ته د شیخ زاید پوهنتون د لیږدونې سربیره یو شمېر پرمختیايي او اساسي پروژې هم پلان کړې، چې وروسته یو په بل پسې پلي شوې.