د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا د راجګال کډوالو د پرلت درې میاشتې پوره شوې 


تیرا راجګال د خیبر لرې پرته غرنۍ سیمه ده چې په ۲۰۱۶ کې د وسله والو پرضد د خیبر څلور په نوم پوځي عملیات شوي وو. (د تیرا کډوال: انځور ارشیف)
تیرا راجګال د خیبر لرې پرته غرنۍ سیمه ده چې په ۲۰۱۶ کې د وسله والو پرضد د خیبر څلور په نوم پوځي عملیات شوي وو. (د تیرا کډوال: انځور ارشیف)

د خیبر قبایلي ضلعې د تیرا راجګال کډوالو د احتجاجي پرلت درې میاشتې پوره شوې دي.

دغه کډوال د جمرود په باب خیبر کې ناست دي او غواړي چې خپلې سیمې ته دې ولیږل شي او هغه ټول حقوق او مراعات دې ورکړل شي چې نورو کډوالو ته ورکړل شوي دي.

د دې احتجاجي پرلت یو مشر زرغون شاه اپریدي مشال راډیو ته وویل، "تر اوسه موږ سره داسې پخه خبره چا نه ده کړې او نه پکې څه نوی پرمختګ شوی دی."

ده وویل، پکار ده چې د تیرا کوکي خیلو د راجګال کډوال زر تر زره ستانه کړل شي.

ده زیاته کړه چې د کوکي خیل کډوالو د ریاست په وینا دا قرباني ورکړه چې خپله سیمه یې پریښوده او څه د پاسه لس کاله یې په جمرود کې ډير په تکلیفونه وګالل.

زرغون شاه وویل، "نور یې نه شي زغملای،د ټولو قبایلي ضلعو کډوال ستانه شوي او دا څوک نه ستنوي دا د انساني حقونو خلاف ورزي ده."

د تیرا راجګال یو کډوال عصمت الله کوکي خیل مشال راډیو ته وویل، دوي‌ ته په ۲۰۱۷ م کال کې ویل شوي وو چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړل شوې ده.

ده وویل، "د ستیندو کارډونه یې هم راکړي وو خو بیا زر د ستیندو عمل بیرته وځنډیده خو موږ غواړو دغه مسله عدالت ته یوسو، دا ځکه چې زموږ په کارډونو کې یې د اوسیدو ځای تیرا نه بلکه علي مسجد ښودلی خو داسې نه ده موږ به ورته دا په عدالت کې ثابتوو چې موږ د تیرا اوسیدونکي یو."

د خیبر انتظامي چارواکي وایي په دې وروستو کې د دې احتجاج کونکو ځینې مشرانو د خیبر سیکټر کمانډر بریګیډیر شوکت سره په شاه کس جمرود قلا کې لیده کاته کړي دي.

د دوي په وینا، دې مشرانو ته ویل شوي چې هلته په تیرا راجګال کې په ځينې ځایونو کې ماینونه دي او چې د سیمې مکمل جاج واخلي نو له هغه وروسته به یې ستنوي.

چارواکي وایي دوي په دې مسله د قدرتي افتونو د نظم صوبایي ادارې - پي ډي ایم اې - او نورو ذمه وارو افسرانو غونډې په بیا بیا رابللې دي او د دوي پر ستنیدو سلا مشوره روانه ده.

تیرا راجګال د خیبر لرې پرته غرنۍ سیمه ده چې په ۲۰۱۶ کې د وسله والو پرضد د خیبر څلور په نوم پوځي عملیات شوي وو او امنیتي ځواکونه وايي چې دغه سیمه اوس د دوي په واک کې ده.

XS
SM
MD
LG