په چترال کې پولیس او د ژغورنې ادارې چارواکي وايي، د سپټمبر له ۲۵مې راهیسې ورسره د ښځو د ځانوژونو درې پیښې رپوټ شوي دي.
د چترال د اورغوچ تاڼې محرر بلبل نواز د سپټمبر پر ۲۷مه مشال ریډيو ته وویل چې د کوز چترال اورغوچ یوې جینۍ د سپټمبر پر ۲۳مه دریاب ته ټوپ کړی وو او تراوسه یې مړی نه دی موندل شوی. د محرر په خبره چې د دې نجلۍ له خپل مېړه سره اړیکې ښې نه وې خو دی زیاتوي چې د پيښې پلټنې کوي.
د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ په خپلې خبرپاڼه کې ویلي چې د سپټمبر پر ۲۳مه د چرون سیمې یوې بلې نجلۍ هم د چترال سیند ته ټوپ وهلی وو او تراوسه یې مړې نه دی موندل شوی. دغسې ریسکیو ۱۱۲۲ د سپټمبر پر ۲۶مه په خبرپاڼه کې ویلي چې د چترال بختولۍ سیمې یوېواده ښځه د سپټمبر پر ۲۵مه د چترال دریاب ته ځان غورځولی وو او مړی یې له بلپوک سیمې سره نیږدې ترلاسه شوی دی.
په چترال کې د پاکستان بشري حقونو کمیشن ویاند ایډوکیټ نیاز احمد نیازی وايي، سږکال په چترال کې د ښځو د ځان وژنې نیږدې ۳۰ پیښې مخې ته راغلي دي. نوموړي زیاته کړه، په چترال کې اکثره له ۱۵ کلنۍ تر ۳۰ کلنۍ پورې عمر لرونکیو ښځو ځانونه وژلي دي خو له تیر کال راهیسي د سړو د ځانوژونو په پيښو کې هم زیاتوالې شوی دی. نوموړی زیاتوي که په پلټنو کې ثابته شوه چې یوې ښځې د خاوند، خواښې، پلار، ورور یا د بلچا له لاسه ځان وژلی دی نو دا په قتل کې راځي او د دفعه ۳۲۲ ترمخه یې د دیت سزا ده او مجرم به له ۳۰ تر ۳۵ لاکو پورې جرمانه ورکوي. خو ری زیاتوي چې دا یوه پیچلې مسله ده ځکه اکثره وارثان مجرم معاف کړي او بیا سزا ونشي.
د بشري حقونو مبارزان او شننونکي بیا وايي چې په چترال کې د ښځو د ځان وژونو رښتنې شمیرې به زیاتې وې ځکه چې اکثره داسې پیښې له پولیسو سره نه رپوټېږي.
په چترال کې خبریال حماد فاروقي بیا وايي چې د سکول په امتحانونو کې ناکامه کېدل، غربت، د برداشت کمي ، زهني ناروغۍ، ټولنیز بندیزونه هغه وجوهات دي چې له وجې یې په چترال کې د ښځو د ځانوژونو پیښې کیږي. دی زیاتوي د پولیس د ریکارډ ترمخه پروسږ کال یوازې په لاندې چترال کې ۲۳ هلکانو او نجونو ځانونه وژلي دي. په بره چترال کې هم داسې پېښې راځي او اکثره سیند ته ټوپ کړي. دی وايي غربت او بې روزګاري هم د دې ځان وژونو وجې کیدای شي. ډېری تعلیمیافته نجونو هم خودکشیانې کړي دي. اکثره د جینکو رشتې وشي چې نامزاد ورسره وروسته واده ونکړي. د ځان وژونو زیاتره پيښې له ماشومانې جینکۍ کوي. په چترال کې د نفسیاتي ناروغیو ډاکټر نیشته او خلک د دې غوښتنې کوي.
خو شننونکی جمیل چترالي بیا په چترال کېد ښځو د ځان وژونو وجوهات د نورو کلتورونو اغیز، جغرافیايي بندیزونه او د چترالي کورنیو جوړښت یادوي.
نوموړي زیاته کړه، پخوا د چترال په ټولنه کې په پټه وادونه هم عام وو. د چترال خپل کلتور ازاد خیاله وو. دا یوه ازاده ټولنه وه. دلته په پټه وادونه یو عام کار وو خو اوس پر دې سیمه د پښتون کلتور د اغیز له وجې د ځان تسلیمولو نظریه برلاسې کېږي . بل د چترال جینکۍ د غرونو له وجې له دې سیمې بهر نشي وتلې نو هغوی ته ځانوژنه بیا یوه اسانه لاره ښکاري.
خو بیا وکیل نیاز احمد نیازي وايي چې اکثره د چترال جینکو ته د خپلې خوښې د وادونو په څیر حقونه ورکول کېږي خو بیا هم دا ډول پیښې مخې ته راځي. نوموړي زیاته کړه، که پولیس د ځان وژونو په اړه په سمه توګه پلټنې وکړي نو په داسې پيښو کې کمی راتللی شي.
دی زیاتوي چې د چترال ټولنه داسې سخته، قدامت پسنده یا پرتشدده نه ده چې ښځې ځانونه ووژني. ښځو ته تر ډیره حده احترام او حقونه ورکول کېږي. په ډیرو ځایونو کې جینکو او هلکانو ته د خوښې د واده اختیار هم وي. خو د چترال انجونه اکثره په ټیلي ویژن ډرامې یا پروګرامونه ګوري او دا ټولنه د یوې انتقالې مرحلې نه تیریږي نو دا هم یوه وجه کیدای شي. بل اکثره کورنۍ مسلې لکه د خاوند او ښځې جګړه یا د خواخې او اینګور لانجه. په داسې حالاتو کې اکثره ښځې د خودکشۍ دړکه ورکړي خو د کورنۍ خلک دې خبرې ته خاص پام ونکړي. باید داسې تن سره کورنۍ ځان ملګرې کړي او څارنه یې کوي.
د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ۲۰۱۸م کال په اګست کې په چترال کې د خودکشیو په اړه د معلوماتو لپاره یو کمیشن هم جوړ کړی دی.