د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ودونو تالارونه او هوټلونه د کورونا خپرولو لویې سرچینې دي: اسد عمر


یوه هنري ډله د پېښور یو شادي هال کې موسیقي غږوي
یوه هنري ډله د پېښور یو شادي هال کې موسیقي غږوي

د پاکستان د پرمختګ او منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر وايي، په ملک کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو د زیاتېدو له کبله نوې لارښونې او سپارښتنې جاري کړل شوي دي.

نوموړي دا څرګندونې د اکتوبر په نهمه په اسلام اباد کې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې د نېشنل کمانډ اینډ کنټرول سېنېټر له غونډې وروسته رسنیو سره کړې دي.

اسد عمر وايي، د کورونا وبا د مخنیوي لپاره یو وارې بیا په ملک کې د ودونو د تالارونو یا شادي هالونو او د ګڼې ګوڼې د ځایونو لپاره نوې لارښوونې ورکړل شوې دي.

د نوموړي په وینا له طبي سپارښتونو څخه د سرغړونو له وجې په ملک کې ځیني مارکیټونه، سکولونه او شادي هالونه تړل شوي او ځینې جریمه کړل شوي دي.

اسد عمر وايي، په ټوله نړۍ کې د کورونا وایرس د خپرېدو له وېرې د ګڼې ګوڼې په ځایونو بندیزونه لګول شوي نو ځکه هغوی هم د ودونو په تالارونو دا بندېز لګولی چې په یو وخت به په سالون کې له ۳۰۰ زیات کسان نه کښېنوي او د شپې په لسو بجو به محفلونه ختموي.

د نوموړي په وینا هوټلونه او د ودونو تالارونه په ملک کې د کورونا وایرس د خپرېدو تر ټولو غټې سرچینې دي نو ځکه هغوی ورته نوې لارښوونې جاري کړې دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ودونو د تالارونو او د هوټلونو د اتحادیې مشر یو مشر خالد ایوب وايي، هغوی د حکومت لخوا په جاري شویو هدایاتو عمل کوي او ټولې طبي سپارښتنې په پام کې نیسي خو د هغه په وینا ولې یواځې پر هغوی محدودیتونه لګول کېږي؟

د نوموړي په وینا په ملک کې لویې سیاسي او مذهبي غونډې ترسره کېږي چې پکې په زرګونو خلک برخه اخلي، حکومت پر هغوی ولې بندېز نه لګوي؟

په خیبر پښتونخوا کې د ځوانو ډاکټرانو د اتحادیي ویاند ډاکټر فهیم الله محسود مشال ریډیو ته وویل، د اولس لخوا بې احتیاطي او د حکومت لخوا د سنجیده ګامونو نه پورته کولو له وجي په ملک کې د کورونا وایرس یو وارې بیا په زیاتېدو دی.

د نوموړي په وینا ولس او حکومت دواړه باید په دې لاره کې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

د اکتوبر پر نهمه د خیبر پښتونخوا په سر ښار کې ضلعي انتظامیې تر ۲۰۰۰ زیات دوکانونه، څلور شادي هالونه، ۱۳ سکولونه او پلازې او ۱۴ د سوداګرۍ لوی مرکزونه له دې کبله وتړل چې ګویا د حکومت لخوا په جاري کړل شوو هدایاتو یې عمل نه کولو. انتظامیې ګڼو نورو ته خبرداری ورکړی چې په لارښوونو دې عمل وکړي کنه نو پر ضد به یې کارروايي وشي.

XS
SM
MD
LG