له عوامي نیشنل پارټۍ پس د پاکستان پیپلز پارټي شریک چیېرمین بلاول بوټو ذرداري هم د داخله چارو وفاقي وزیر ر بریګیډيېر اعجاز شاه بیان په سختو ټکو غندلی دی او له هغه یې غوښتي چې بخښنه وغواړي.
د بلاول بوټو زرداري ویاند سېنېټر مصطفا کوکر د اتوار په ورځ په خپل یوه بیان کې وویل چې د داخله وزیر او نورو وفاقي وزیرانو غیر ذمه دارانه بیانونه په فاینانشل ایکشن ټاسک فورس کې د پاکستان لپاره ستونزې يیدا کولی شي او د داخله چارو وفاقي وزیر اعجاز شا ه لخوا خپل سیاسي مخالفین په طالب وسله والو باندې وېرولو بیان یې د نیشنل ایکشن پلان یا د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې خلاف بللی دی.
د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان تر هغه وروسته په یو بیان کې د اعجاز شاه پر څرګندونو غبرګون وښود او له ریاست څخه یې د دې بیان وضاحت غوښتی دی. اې اېن پي د پاکستان له حکومته د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه هغه بیان سپیناوی غوښتی چې پکې نوموړي په ناامنیو کې د ګوند د غړو او مشرانو وژنې ته په اشاره د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) پلویانو ته د حملو د خطر خبرداری ورکړی. اې اېن پي د وفاقي وزیر د خبرو په اړه له پاکستاني ریاسته د رښتیا مالومولو یوه کمېشن غوښتنه کړې او له حکومته یې غوښتي چې اعجاز شاه دې له خپلې څوکۍ هیسته کړي.
د عوامي نیشنل پارټۍ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي سردار حسین بابک مشال ریډیو ته د داخله وزیر د بیان په غبرګون کې وویل چې نړۍ د همداسې خبرو په وجه پاکستان په خړ لسټ کې اچولی دی او اعجاز شاه هر څه په ډاګه کړل چې ګنې ترهه ګري د ریاست په سرپرستي کې کېږي.
ده وویل، د اعجاز شاه له بیانه ښکاري چې حکومت د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
سردار حسېن بابک وویل، "اوس حکومت خلکو ته [ګواښونه کوي] چې له فلاني، فلاني سره مې دا عمل کړی خو که چېرې دا کار کوې، نو له تا سره هم دا کار کوم، نو دا خو یې تصدیق وکړ."
نوموړي وویل چې د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالانو د ژوند پرواه ونکړه او د ریاست تحفظ او سلامتیا هڅې یې کړې دي.
د ده په خبره، دا ډول بیانونه په هغو کسانو پورې د خندا (پسخند) معنا لري چې د کورنیو غړي یې په ناامنیو او ترهګرۍ کې وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
مشال راډيو د پاکستان تحریک انصاف د وفاقي حکومت ویاند شبلي فراز پشمول له نور وفاقي وزیرانو او چارواکو سره د اړیکو هڅه وکړه خو هېچا هم خبرې نه کولې. خیبر پښتونخوا کې د پي ټي ای صوبايي حکومت غړو په دې اړه وینا وه چې له خپل مرکزي قیادت سره به خبرې کوي.
پر ټولنیزو رسنیو د ځینو خبریالانو او کارپوهانو د وفاقي وزیر پر بیان سخت غبرګون ښودلی او پوښتې یې راپورته کړې دي چې اعجاز شاه ډېره غټه خبره کړې ده او دی یې باید سپیناوي وکړي ځکه چې په دې جنګ کې په زرګونه پښتانه او امنیتي عسکر وژل شوي دي.
وفاقي داخله چارو وزیر اعجاز شاه د خالي په ورځ یوې غونډې ته د مخالفو ګوندونو د جلسو او بیانونو په رد عمل کې ویلي ول چې عوامي نیشنل ګوند په خپل حکومت کې د ترهه ګرۍ پرضد وو او تحریک طالبان پاکستان د ردعمل په توګه بشیر بلور، د هغه زوی هارون بلور او د میا افتخار حسین زوی وژلي ول، نو ده ویل چې د نون لیګ له بیاني سره دي خدا تعالی دوی ته هدایت وکړي او خدای دې د دوی حفاظت وکړي ځکه ما ته ښکاري داسې چې دوی په خطره کي دي نو څوک چې د پوځ خلاف خبرې کوي هغوی دې د پولې هغې غاړې ته واړول شي.
عوامي نیشنل ګوند له ریاست څخه د اعجاز شاه د دې خبرې په اړه د حقایقو معلومولو کمېشن او پلټنو او له دندې څخه د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه هم کړې ده.
د فېسبوک تبصرې