د پکتیا استناف محکمې د دوشنبې په ورځ په یوه څرګند عدالت کې د کورني تاوتریخوالي په قضیه کې یوه کس د خپلې نږور د وژلو په جرم د ۲۵ کاله بند سزا واوروله.
د وژل شوې نږور مدینې د قضیې ځارنوالې یا وکیلې مرینا محمدي په کچارۍ کې د خپلې موکلې په باب وویل چې له هغې سره ډېر ظم شوی دی. ډېره په ناترسۍ وژل شوې ده. دې وویل، د مدینې خسر محمد الرحیم له وژلو پس د هغې مړی راځوړند کړی چې خلکو ته ووايي، نږور یې ځانوژنه کړې.
تورن کس چې د محکمې له پرېکړې وروسته مجرم پېژندل کېږي، نوم يې محمد الرحیم دی او د پکتیا د لجه منګل ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د ابراهیم حسنزي په نوم بیا د محمدالرحیم نومي مدافع وکیل وايي، چې مدینې رواني ناروغي درلوده او هغه د خسر له لوري نه ده وژل شوې بلکې پخپله یې ځان وژنه کړې.
د ده په وینا، مدینې د رواني ناروغي له کبله څو ځلې د خسر له کوره تښتېدلې وه.
محمد رحیم ته د خپلې نږور د وژنې په جرم کې ابتدایه محکمې د ۲۲ کاله بند سزا اورولې وه، خو د پکتیا استناف محکمې پدې علني ناسته کې نوموړی په ۲۵کاله بند سزا کړ.
د پکتیا د استناف محکمې رئیس قضاوتیار حبیب الله منیب د محکمې حکم داسې ابلاغ کړ:
"ته محمدالرحیم د سیدرحیم زوی مو د تاوتریخوالي په قضیه کې چې د مدینې د وژنې لامل شوې، د نظارت او توقیف له وخته د ۲۵ کلونو لپاره په تنفذي جزاء محکوم کړې، البته محمدالله او حلیمه نومې د عدلي تعقیب لاندې دي، خو دا حکم وروستۍ نه دی او ته کولی شې، چې د ورستي حکم غوښتونکی شې."
د پکتیا د ښځو چارو ریاست په علني ډول د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي د قضیو څېړل ګټور بولي.
د پکتیا د ښځو چارو رئیسه نسرین اوریاخېل وویل، دا محکمه یو شمېر کورنیو ته دا پیغام لري، چې بې ګناه څوک دې نه قتلوي، ځکه په لیرې پرتو سیمو کې داسې قضیې شته، خو پټې پاتې کیږي.
بل لورته د پکتیا والي محمدحلیم فدايي چې په دې پجار کچارۍ (علني محکمه) کې يې د ځینو نورو ملکي او پوځي چارواکو سره یو ځای برخه اخیستې وه وویل، دا کچارۍ د دې ښکارندويي کوي، چې محاکم د پوخوالي پړاو ته رسېدلي او د غرونو او غارونو پرځای اوس فیصلې په دفترونو کې کیږي.
که څه هم په وروستیو کلونو کې د افغانستان په کشفي، عدلي او قضايي ادارو کې د ځینو پرمختګونو او تر یوه بریده د فساد د مخنیوي خبره کیږي، خو بیا هم قضایاوو ته په ځنډ رسیدنه، د متهمینو لپاره د نارینه او ښځینه مدافع وکیلانو کمښت او نورې ستونزې هغه څه دي چې رسمي محاکمو ته يې د خلکو تګ کم کړی دی.