د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس نوې بڼه: خیبر پښتونخوا ته له برتانیا د ورغلیو لټون


د کورونا وایرس نوې بڼه
د کورونا وایرس نوې بڼه

برتانیا کې د کورونا وایرس نوې بڼې راڅرګندېدو پس د خيبر پښتونخوا حکومت هم یې د مخنيوي په لړ کې له هغه هېواد په دا ورستیو کې د ورستانه شویو کسانو لټون او د هغوی طبي معاینې کولو پرېکړه کړې ده.

د صحت محکمي سيکټري ډاکټر امتيازعلي شاه د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال رېډيو ته وویل چې خواوشا ۱۰۰ کسان چې په نېږدې وروځو کې له برتانیا ورستانه شوي دي، هغوی لټوي، ټېسټونه یې کوي او قرنطین ته به یې هم لېږي.

نوموړی زیاتوي له وفاقي حکومته یې د هغوی د نومونو لېسټونه اخیستې دي.

دی وايي، چې د ټولو ضلعو ډېپټي کمېشنران او د صحت ضلعي افسران هر یو کس لټوي او د کورونا وایرس لپاره یې نموني اخلي.

د ده په خبره، په هغوی کې د "ځینو موبایلونه بند دي. لا هم رابطه نه ورسره کېږي."

امتیاز علي شاه زیاتوي، ورستانه شوي د پېښور، نوښار، ایبټ اباد او مردان وګړي دي.

د کورونا د نوې بڼې په اړه د خیبر ټیچنګ روغتون ډاکټر اعجاز اقبال یوسفزی وايي چې دا د کورونا وایرس د مخکیني ډول پرتله ۷۰ فیصده په چټکۍ خپرېږي او ماشومان هم ناروغولای شي خو "څومره مرګونی دی؟ په دې اړه لا طبي څېړنې دوام لري."

له کورونا وبا تازه مړینې

په پاکستان کې کورونا ناروغۍ په تېر شواروز کې نور ۸۳ کسان مړه کړي چې ورسره په دې هېواد کې د کورونا لوجې د ټولو مړو شمېر ۹،۵۵۷ ته ورسېده.

د کورونا وبا په اړه د حکومتي ویبپاڼې ترمخه تېر شواروز نورو ۲،۱۴۲ کسانو دا ناروغي اخیستې ده.

په پاکستان کې د ډېسېمبر تر ۲۴مې تر سهاره د کورونا وایرس وهلیو ټول شمېر له څلورو لکو او ۶۲ زرو اوښتی دی خو څه د پاسه څلور لکه او ۱۵ زره ترې رغېدلي هم دي.

دا راز په نړۍ کې د کورونا وهلیو ټول شمېر اووه کروړو او ۸۶ لکو ته نېزدې شوی دی.

د کورونا نړیوالې شمېرې راټولونکي جان هاپکېنز پوهنتون ترمخه، دې ناروغۍ تر اوسه په نړۍ کې ټول له ۱۷ لکو او ۲۸ زرو څخه زیات کسان مړه کړي خو څه د پاسه ۴۴ کروړه او ۲۳ لکه ترې بیرته رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG