په پکتیا کې د زڼغوځیو د پروسېس لومړۍ کارخانه
په پکتیا کې په لومړي ځل د زڼغوځیو د پروسېس کارخانه جوړه شوې چې ورسره به د افغانستان زڼغوځي نړیوال بازار ته لاره ومومي. دا شخصي فابریکه د شپږ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه جوړه شوې چې پکې اوسمهال ۱۵۰ کسان کار کوي. د کارخانې مشر حاجي محمد ګردېزی وايي، په دویم پړاو کې به سلګونه نور کسان هم په دنده وګوماري. ویډيويي رپورټ.
د فېسبوک تبصرې