د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا: د دوو وژل شویو سرتېرو د کورنۍ پالنه یې سپین ږیری پلار کوي


د ۷۰ کلن محمد کریم کور ته لا هم د هغه وژل شوي زوی عبدالمالک د دوعا او فاتحې لپاره خپلوان او دوستان ورځي.
د ۷۰ کلن محمد کریم کور ته لا هم د هغه وژل شوي زوی عبدالمالک د دوعا او فاتحې لپاره خپلوان او دوستان ورځي.

په پکتیا کې یوه کورنۍ چې خپل دوه مشران اولادونه يې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي او اوس يې د کورنۍ سرپرستي سپینږېری پلار او سپین سرې مور په غاړه لري، د افغان حکومت پاملرنه غواړي.

بل لوري د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، چې په نېږدې راتلونکې کې د وژل شویو او ټپي پولیسو له کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدو پیسو د مرستو د ویش پروګرام لري.

"اول مې سرتېری زوی قاري عبدالباسط شهید شو، قول اردو کې وو، پښه او لاس يې ماین ووهل، د هغې درد او فریاد مې لا هیر نه وو، شپږ میاشتې يې وتلې وې، چې بل زوی مې مړ شو، دوه واړه د یوه پاتې دي او دوه واړه د بل پاتې دي، دواړه شهیدان شول او واړه يې راته پاتې شول، پلار يې سپینږیری ده، دواړه ناروغان یو، همدا زوی مو سرپرست هم وو، څه وکړو، خدای ته به صبر کوو. "

دا دې هغې بورې مور غږ دی، چې ۶ میاشتې مخکې يې یو زوی په اردو کې او ۴ ورځې مخکې يې بل مشر زوی عبداالمالک چې د پولیسو په لیکو کې يې دنده درلوده، په ګردیز کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

د افغان ځواکونو د لیکو ددې دوه سرتېرو د پاتو تورسرو او څلورو اولادونو سرپرستي يې سپین سرې مور او سپینږېري پلار ته ورپاتې شوه، چې هغوی خپله بیماران او د نورومرستو ته اړ دي.

د ۷۰ کلن محمد کریم کور ته لا هم د هغه وژل شوي زوی عبدالمالک د دوعا او فاتحې لپاره خپلوان او دوستان ورځي.

نوموړی له افغان حکومته خپلې او د نورو وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره د مرستې غوښتنه کوي.
نوموړی له افغان حکومته خپلې او د نورو وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره د مرستې غوښتنه کوي.

محمد کریم وایي، دوه مشران زامن یې درلودل چې دواړه يې عسکري او د وطن خدمت ته ورکړي ول، یو مخکې شهید شوی وو، دویم د جمعې په شپه د خوست پله سیمه کې شهید شو.

نوموړی له افغان حکومته خپلې او د نورو وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره د مرستې غوښتنه کوي.

عبدالرازق د وژل شوي سرتېري عبدالمالک د تره زوی او نیږدې ملګری وو، هغه وايي، له عبدالمالک سره ډېر وخت یو ځای پاتې شوی او ډېرې ښې خاطرې ترې لري.

عبدالرازق چې د خپل ملګري په ویر اوښکې تویوي، د ډېر غم له امله له ژړا پرته نور څه نشي ویلی.

د پولیسو د یاد وژل شوي سرتېري د کور ګاونډیان هم وايي، چې دا کورنۍ په اقتصادي لحاظ کمزورې ده.

سپین ګل چې د دې ویرجنې کورنۍ ګاونډی دی وايي، که حکومت ورسره مرسته ونه کړي، په نېږدې خلکو کې هم داسې وس نشته، چې هغوی د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي.

د پکتیا امنیتي مسولین بیا وايي، ډېر ژر به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وژل شوو او ټپي شویو سرتیرو او افسرانو له کورنیو سره مرستې پیل کړي.

د پکتیا سرپرست امنیه قوماندان سمونوال لطف الله کامران وویل:

"د ملي امنیتي ځواکونو منسوبین بلخصوص چې په پولیسو کې شهیدان شوي دي او یا ټپیان دي، وزارت داخله په دې کاملاً مصمم ده او دا تصمیم موږه ټول لرو، چې د دوی له کورنیو سره کمک وکړو او مشکلاتو ته يې رسیده ګي وکړو. "

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د محمد کریم د کورنۍ کیسه د هغه غمیزې یوه برخه ده چې لا هم هره ورځ لسګونه ورته نورې داسې پېښې رامنځته کېږي او په دې هېواد کې د کونډو، بورو او یتیمانو شمېر پسې زیاتوي.

XS
SM
MD
LG