د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: د مهمو اسنادو اخیستل انلاین شول  


د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې دوی په دې ضلع کې د مهمو اسنادو په آن لاین طریقې سره د ترلاسه کولو او شکایتونو جمع کولو لپاره بندوبست کړی دی.

د خیبر ډپټي کمشنر محمود اسلم مشال ريډیو ته وايي: ''اوس به د خیبر خلک د ډومیسال سرټیفیکیټ غوندې مهم سند لپاره دفترونو ته نه ورځي بلکې په آن لاین طریقه سره یې ترلاسه کولی شي. موږ یو ویب سایټ خلاص کړی چې په دې کې انلاین ډومیسایل لپاره درخواست ورکولی شي، که یو تن په یورپ کې وي او که په امریکا کې، هغه هم خپل ډومیسایل ترې اخیستلی شي، تصدیقولو لپاره یې زموږ عمله په خپله قومي ملک او استاز ته وړي او چې تیار شي نو موږ یې ورته اپلوډ کړو او دوی یې بیا ځان له ترې ډاونلوډولی شي. تر اوسه په دې ویب سایټ یا انلاین سسټم کې ۵۰۰ پینځه سوه کسانو اپلای کړې، دوه سوه او اتیا (۲۸۰) کسانو ته پرې آن لاین ډومیسایل ملاو شوي دي. په دې کې د خیبر ضلعې خلکو د خیبر نه هم او بیا چې په کینیډا ، امریکا او جرمني کې میشت دي هغوي هم ګټه پورته کړې ده.''

د خیبر ځوانانو اتحادیې یو غړی داودو اپرېدی وايي: ''موږ د دغې سهولت ستاینه کوو خو د خیبر په شمول په زیاتره قبایلي ضلعو کې انټرنیټ نشته نو پکار ده د انټرنیټ بحالۍ لپاره هم ګامونه پورته کړل شي، دا ځکه چې کوم ځای کې انټرنیټ نه وي نو آن لاین ډومیسال لپاره به څنګه اپلای کوي، نن سبا د کورونا وبا کې د انټرنیټ ازرښت نور هم زیات شوې آن لاین سروسز زیات شو پکار ده حکومت د انټرنیټ په بحالۍ هم غور وکړي.''

ډومیسایل سرټفیکیټ هغه سند دی چې له دې نه د یو تن د مستقل رهایش ځای مالومات کېږي، د قانون مطابق یو تن پر یو وخت د یوې ضلعې یا د ښار ډومیسایل جوړولی شي.

په پاکستان کې دغه سند په عمومي توګه زده کونکي په پوهنتونونو کې د داخلو لپاره کاروي او د نوکریو د برتۍ په وخت هم ترې غوښتل کېږي.

په قبایلي ضلعو کې د انټرنیټ د بحالې په اړه حکومت ویلي په ځينو قبایلي سیمو کې یې بحال کړی خو په ځینو سیمو کې د امنیت د ستونزې په وجه په دستي توګه دا سهولت نه شي ورکولی.

XS
SM
MD
LG