د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ډېری کلتوري میراثونه او تاریخي ابدې له رغولو پاتې دي


خوست کې د انځورونو ننداره
خوست کې د انځورونو ننداره

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، په دې ولایت کې تر شلو پورې تاریخي ابدې او فرهنګي سیمې ثبت شوي، خو تر اوسه یوازې یوه ابده رغول شوې او نورې پاتې دي.

دوی زیاتوي، د پاتو لرغونو سیمو او تاریخي ابدو لومړنۍ سروې هم شوې او دوی تمه لري، چې یوه برخه به يې په نوي لمریز کال کې ورغول شي.

چارواکو یادې څرګندونې نن ( د مارچ پر ۱۰مه) په دې ولایت کې د حوت د شلمې یا د فرهنګي میراثونو د ساتنې د ملي ورځې په پار جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد انور زاهد مشال راډیو ته وویل:"موږ په خوست کې تر شلو پورې تاریخي ابدې او فرهنګي ساحات ثبت کړي دي، چې یو شمېر يې رغولو ته اړتیا لري، له ښه مرغه تیر کال مو د شاه اسماعیل لرغونی زیارت ورغولو، تر څنګ د نورو لرغونو سیمو او تاریخي ابدو لومړنۍ سروې ترسره کړې ده او امید دی، چې په نږدې راتلونکې کې به په ځینو نورو ابدو باندې هم د رغولو کارونه پیل شي."
د روڼ اندو او فرهنګي شخصیتونو په وینا کلتوري میراثونه د ټولنې مهمه برخه شمېرل کیږي او د یوې ټولنې د تمدن او کلتور استازیتوب کوي.

د روڼ اندو او فرهنګي شخصیتونو په وینا کلتوري میراثونه د ټولنې مهمه برخه شمېرل کیږي او د یوې ټولنې د تمدن او کلتور استازیتوب کوي.
د روڼ اندو او فرهنګي شخصیتونو په وینا کلتوري میراثونه د ټولنې مهمه برخه شمېرل کیږي او د یوې ټولنې د تمدن او کلتور استازیتوب کوي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد پوهنیار سیف الله غروال، چې د لرغونو سیمو او تاریخي ابدو د ارزښت په باب يې مالومات ورکول، د لرغونو سیمو او تاریخي توکو په شتون کې يې د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره ګډونوالو سره خپل وړاندیزونه په دې توګه شریک کړل:

"اړوندې ادارو له خوا د توریستي سیمو او فرهنګي میراثونو په اړه د بشپړو مالوماتو راټول، د توریستي معیارونه سره برابر يې بیارغونه، د رسنیو له لارې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ورکول، د ګرځندوی صنعت د پياوړتیا لپاره د مسلکي کسانو روزل، د سیلانیانو د راتګ لپاره د زمینې مساعدول او په توریستي سیمو کې د سوداګریزو مرکزونو جوړول، چې هم اقتصادي ګټه لري او هم به لیدونکو ته اسانتیاوې رامنځته شوې وي."

د فرهنګي میراثونو د ساتنې او د هغې د ورځې د نمانځنو ګټې کومې دي؟

پوهنیار عصمت الله زیار وايي، د دا ډول ورځو نمانځنې او د تاریخي او فرهنګي میراثونو په ساتنې سره له یوې خوا د یوې سیمې تېر فرهنګ ژوندی پاتې کیږي او بل لوري ته د سیمې د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مهم رول لوبولی شي.

نوموړی زیاتوي، دا کار خلکو سره د کارموندنې په برخو کې مرسته کوي او د هغې سیمې د فرهنګ په دودولو کې ګټور تمامېږي.

د فرهنګي میراثونو د ساتنې د ملي ورځې په ویاړ د شهید خبریال احمدشاه کتابتون په انګړ کې د خوست یو تن هنرمند محمداسماعیل ځدراڼ د انځورونو او تابلوګانو یو نندارتون جوړ کړی وو.

دی وايي، له کلونو راهیسې د خطاطۍ، رسامۍ او نقاشۍ هنر پرمخ وړي، خو ډېر يې د لرغونو فرهنګونو پاللو او تاریخي توکو ساتلو ته توجه کړې ده.

اسماعیل ځدراڼ زیاتوي، که چیرې په منظم شکل د فرهنګ ساتنه او پالنه ونه شي، نو دا مهم ارزښتونه د نوي نسل له فکرونو وځي.

د کب شلمه په افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې د ملي ورځې په نوم نمانځل کیږي.

طالبانو ۲۰ کاله مخکې د ۱۳۷۹ لمریز کال د کب په ۲۱مه په بامیان ولایت کې د بودا دوه سترې مجسمې چې یوې یې ۵۵ او بلې یې ۳۵ متره لوړوالی درلود ونړولې، چې دا کار د نړیوالو له پراخ مخالفت سره مخامخ شو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د بودا مجسمو ویجاړول "د پېړۍ لوی فرهنګي جنایت" یاد کړی او له نړیوالو حقوقي مراجعو یې غوښتنه کړې، چې د بودا مجسمو د تخریب عدلي تعقیب وکړي.

XS
SM
MD
LG