د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې ښځې عدالت ته پوره لاسرسۍ نه لري


انځور له ارشيف څخه
انځور له ارشيف څخه

په ګردیز کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، په حکومتي ادارو کې د نارینه وو غوندې د ښځینه وو کارونه پرمخ نه ځي.

په پکتیا کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي، په دې ولایت کې ښځې عدالت ته پوره لاسرسۍ نه لري او کارونه يې له خنډ او ځنډ سره مخامخېږي.

په ګردیز کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر مشر نور احمد شهیم د مارچ پر ۱۸ مه نېټه (پرون) مشال راډیو ته وويل، په حکومتي ادارو کې د نارینه وو په شان د ښځینه وو کارونه پرمخ نه ځي.

د نوموړي وينا وه: "عدالت ته پوره لاسرسۍ هم په ټولنه کې ښځو ته متاسفانه په ښه ډول میسر نه دی، موږ دې مسالې ته په برسېرن نظر ګورو، تاسو خپله شاهدان یاست که چیرې یوه خور له خپلو مشکلاتو خپله عریضه اداراتو ته وروړي، د هغوی کار هغسې چې د نارینه وو کار مخته ځي، نه کېږي."

د پکتیا په مرکز ګردیز کې د بشري حقونو کمیسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په زیاتېدو هم اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د تېر کال په پرتله روان کال کې دا ډول پېښې ډېرې شوې دي.

په ګردیز کې د بشري حقونو د کمېسيون د ښځو د برخې مشرې زرمينې شمس وویل: "کله چې هغه ارقام مو سره ټول کړي دي، ۳۹۱ قضیې مو درلودې، حال دا چې تېر کال مو ۳۶۲ قضیې درلودې، یانې سږ کال د تاوتریخوالي پېښې یو څو فیصده ډېرې شوې دي. "

د پکتیا د پوهنې چارواکي بیا د ښوونې روزنې په برخه کې د ښځو ځينو پرمختګونو ته اشاره کوي.

د پوهنې ریاست مرستیاله روحانیه وايي، په دې مهم ډګر کې د ښځو رول ډېر شوی او دوی د پوهنې ریاست په چوکاټ کې په یو شمېر مهمو ځایونو کې دندې ترسره کوي.

دا وايي، د پوهنې په بهیر کې د ښځو د رول زیاتېدل د دوی د ټولنیزو ستونزو د کمېدو لامل شوي او اوس کولای شي، خپل حقونه وغواړي.

روحانیه د افغان حکومت د سولې په مذاکراتي ټیم کې د ښځو ګډون ته په کتو وویل، د طالبانو په مذاکراتي ټیم کې هم باید ښځې موجودې وي، ځکه که حکومت زیان لېدلی، نو طبعاً مخالف طرف هم زیان لېدلی او هغوی هم کونډې او یتمان لري.

بلخوا د پکتیا مدني فعالان بیا وايي، که چیرې د ټولنې کلتوري ځانګړتیاوو ته په کتو ښځو لپاره د تفریح او سیاحت ځایونه جوړ شي، نو د هغوی د زده کړو پر بهیر به نور مثبت اغېز پرېباسي.

د لنکن ښوونیز مرکز مشر اسدالله ځاځی وايي، په هغو ښوونځیو کې چې زده کوونکې او ښونکې يې ښځینه دي، هلته دې دوی لپاره تفریح ځایونه جوړ شي او که جوړ وي، له هغې دې د استفادې اجازه ورکړل شي.

کتونکي وايي، که څه هم د پخوا په پرتله د ښځو سیاسي او ټولنیز شعور لوړ شوی او تر یوه بریده په خپلو حقونو او دا چې خپلې ستونزې کومو ادارو سره شریکې کړي، پوۍ شوي، خو بیا هم د دودیزو ممانعتونو له کبله په ډېریو ناوخوالو چوپه خوله پاتې کېږي.

همدارنګه عدالت ته د ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو د ښځو لاسرسۍ بیا تر ښاري سیمو نور هم لږ دی او کلیوالي ښځې په دې برخه کې ډېرې ستونزې او ناخوالې زغمي.

XS
SM
MD
LG