د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې له نن څخه د پولیو ضد کمپاین تر سره کېږي


ډاکټر عبدالباسط وايي دا مهال د پوليو پر ضد په صوبه کې تر ټولو لویه ننګونه یا چيلنج د هغو ميندو او پلرونو قانع کول دي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي‌ نه ورکوي.
ډاکټر عبدالباسط وايي دا مهال د پوليو پر ضد په صوبه کې تر ټولو لویه ننګونه یا چيلنج د هغو ميندو او پلرونو قانع کول دي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي‌ نه ورکوي.

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې چارواکي وايي چې د مارچ له ۲۹مې به په صوبه کې تر پينځه کاله کم عمر لرونکو ۶۴ لاکه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين پیل کړي.

د پوليو د څاڅکو د صوبايي پروګرام مشر ډاکټر عبدالباسط د مارچ په ۲۷مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په پېښور او خيبر قبايلي ضلعه کې به دا کمپاين اووه ورځې او نورو ضلعو کې به پينځه ورځې جاري وي.

نوموړي وویل چې د دې لپاره یې ۲۹ زره د واکسینو ورکولو ډلې ګمارلي دي او له هرې ډلې سره به یو امنيتي سرتيرې وي.

د پوليو یا ګوزڼ ناروغي په ټوله نړۍ کې کلونه وړاندې ختمه شوې خو د صحت د نړيوالې ادارې له مخه په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغي اوس هم شتون لري.

د ډاکټر عبدالباسط په خبره سږ کال په صوبه کې هيڅ ماشوم کې د دې وايرس پخلی نه دی شوی خو د ده په وینا، د ګوزڼ د ناروغانو په شمیره کې کمښت دوی هيله مند کړي دي چې د روان کال تر پايه به دا ناروغي له صوبې په مکمله توګه ختمه شي.

ده وویل، " ګلوبل پوليو ايراډيکېشن پروګرام پاکستان ته د ګوزڼ د وايرس د خپريدو د چکر ماتولو د خاتمې لپاره ۲۰۲۱م کال تر پای پورې وخت ورکړی دی او تر ۲۰۲۳ کاله پورې د دې وايرس د مکملې خاتمې هدف ورکړل شوی دی نو زموږه پام هم پر دې اهدافو دی."

ډاکټر عبدالباسط وايي دا مهال د پوليو پر ضد په صوبه کې تر ټولو لویه ننګونه یا چيلنج د هغو ميندو او پلرونو قانع کول دي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي‌ نه ورکوي.

د ده په خبره دا مهال په صوبه کې تر ۴۰ زرو انکاري والدين دي چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ پر ضد څاڅکي نه ورکوي.

ده زیاته کړه چې په دې کې ۲۰ په پيښور او نور ۲۰ زره په ټوله صوبه کې دي.

د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر پروفېسر ډاکټر قبله ایاز وايي چې ماشومانو ته د پوليو د څاڅکو په ورکولو هيڅ شرعي بنديز نشته.

د ده په وینا، د ګوزڼ ضد څاڅکو له ورکولو انکار په اصل کې خپل بچي خطر سره مخامخ کول دي چې په شرعي حوالې سره قابل سزا عمل دی.

ده وویل،‌" داسې خلک چې هغوي انکار کوي یا خپلو بچو ته د دې څاڅکو په ورکولو کې مزاحمت کوي نو دا عمل یقیننا د شرعي اصولو د تقاضو سره سمون نه خوري ، حکومت له پکار ده چې د اسلامي فتوو په بنیاد د عالمانو په واسطه دا خلک پوهه کړي."

ډاکټر قبله ایاز زیاته کړه چې که چېرې دا خلک دا ترغيب نه مني نو بیا داسې قا نون سازي په کار ده چې دا ډول انکاري خلکو ته سزاګانې ورکړي.

د ده په وینا دا ځکه چې دا عمل د خپلو بچو او نورو کسانو ژوند په خطر کې د اچولو برابر دی.

د پوليو د څاڅکو په اړه په ولس کې يو شمير بې بنیاده افواګانې خپرې شوې دي چې ګوندې له دې څاڅکو سره په انساني صحت بده اغیزه کيږي.

خو له پېښور سره نيږدې د ارباب لنډۍ کلي يو مشر مهتد الله وايي چې د کورنۍ هر ماشوم ته په هر کمپاين کې دا څاڅکي ورکوي او په ماشومانو کې يې هيڅ بد اثر نه دی ليدلی.

ده وویل، " زما ۲۱ لمسي او لمسۍ دي، دا راز په چم ګاونډ کې هم ګڼ شمیر ماشومان دي، تر دا مهال موږ داسې هيڅ بد اثر نه دی ليدلی او بله دا چې زموږ په دې علاقه کې داسې څوک نشته چې د دې څاڅکو نه انکار کوي."

د پوليو د صوبايي پروګرام مشر ډاکټر عبدالباسط وايي چې غلطې افواګانې د پوليو د کمپاين په وړاندې لوی خنډ دی خو دوی د څاڅکو له ورکولو سره سره د ولس د پوهولو مهم هم پیل کړی دی او د مخه ورو مشرانو او مذهبي عالمانو په مرسته له خلکو سره غونډې کوي.

په پاکستان کې د پوليو مخنيوي پروګرام له شمېرو سره سم، په ۲۰۱۹ز کال کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ وهلي ول. دا ډول په ۲۰۲۰ز کې ۸۴ ماشومان او سږ کال د مارچ تر ۲۷مې يو ماشوم په دې وايرس اخته شوی دی.

XS
SM
MD
LG