د پاکستان کرکټ بورډ پرېکره کړې چې د پاکستان پرېمير ليګ کرکټ پاتې سيالۍ به د جون له لومړۍ نېټې څخه د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې بيا پېل کړي. دا لوبې د کورونا له امله د مارچ په څلورمه ودرول شوې وي.
د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد د اپرېل په دولسمه مشال رېډيو ته وويل چې د مې مياشتې په ۲۲ مه به ټول کورني او بهرني لوبغاړي کراچۍ ته ځي.
د حکومت پر ټولو لارښوونو به عمل کووحماد حميد
هغه زیاتوي: ((دوی به د ۷ ورځو لپاره په يو هوټل کې په قرنطين کې ساتل کېږي. فاینل لوبه به د جون په ۲۰مه کېږي.))
د پاکستان پرېمير ليګ (پيايس ايل) لوبې د فرورۍ په شلمه شروع شوی وو، ۱۴ لوبې وشوې او شل پاتې وي چې د ګڼو لوبغاړو د کورونا وایرس وهلو له وجې ودرول شوې.
اوس په داسې وخت کې د دې لوبو د بيا پېليدو خبره کېږي چې په پاکستان کې له پنځوسو کلونو څخه زیاتو عمر لرونکو ته د کورونا وایرس واکسین لګېدل شروع شوي. حکومت دا هم ويليچې تر اختر وروسته به ټولو وګړو ته د واکسينو کولو وغځوي.
په دې وخت کې د کرکټ بيا پېلولو غلطه پرېکړه دهډاکټر سجاد
خو په همدې حال کې د کورونا وایرس مریضانو شمېر هم زیات شوی دی. په دې اړه شمېرې خپرونکې سرکاري ویبپاڼې ليکلې چې د اپرېل تر ۱۲مې پورې په ټول ملک کې له ۶۸۴۰۰۰ څخه زیات خلک پر دې وایرس اخته شوې دي. يوازې په تېر شواروز کې د ثبت شوو کېسونو شمېر ۴۵۸۴ دی.
د پاکستان کرکټ بورډ وياند حماد حميد وايي دې ته په کتو سره به لوبغاړي په خوندي چاپيریال (secure bubble) کې اوسېږي. له هوټله د ډېر وتلو پر بندیز سربېره به ځيني نور محدودويتونه هم موجود وي. د هغه په خبره دا پرېکړه لا نه ده شوې چې مېدان ته به خلک د لوبو کتلو ته ورپرېښودل کېږي او که له تماشايانو بغېر به مېچونه وشي.
د پاکستان ميډيکل ايسوسيشن اتحادیې د کرکټ بورډ د پي ايس ايل د بیا پېلولو پرېکړه غیرمعقوله بللې ده.
د دې ایسوسيشن مشر ډاکټر قيصر سجاد د اپرېل په دولسمه مشال رېډيو ته وويل: ((اوس خو حالات ډير خراب دي. د کورونا پېښې مخ پر زیاتېدو دي. سکولون بند دي او په ځينو ځايونو کې مارکيټونو ته هم د پرانیستو اجازه نشته نو په داسې حال کې د کرکټ دا لوبې کول سم کار نه دی.))